د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان پوځ او اقتصاد يې تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ته په غبرګون کې کړې چې په کې د پاکستان د پوځ له خوا د دې هېواد په اقتصاد کې پر لوړه کچه د لاسوهنو يادونه شوې.
خليلزاد په اقتصاد کې د پوځ مداخله د يوه ناوړه وضعيت ښکارندویي بولي او زياتوي، د ياد ناوړه وضعيت له امله له پوځ د امنیت ټینګولو په تړاو خپل ماموريت پاتې دی.
خلیلزاد زیاته کړې: « پوځ د پاکستان پر سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشیل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته دوی د امنیت مسوولیت لري. پایله دا ده چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او پر هغه څه تمرکز وکړي چې د دوی اصلي ماموریت دی.»
د سياسي چارو شنونکی طارق فرهادي: « د پاکستان ستونزه دا ده چې نفوس یې په ډېره چټکۍ وده کوي، یانې د دې امکان شته چې له ۲۶۰ میلیونو تنو هم تېر شوی وي او تر ۲۸۰ میلیونو تنو ته رسېدلی وي. پاکستان د امریکا په طرف صادرات لري چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د تعرفو لوړولو په جنګ کې ښايي زیان وویني. د پاکستان صادرات تر ډېره د نساجۍ محصولات دي. همدارنګه چین چې له پاکستان سره یې مرسته کوله، د خپلو مرستو په اعظمي حد کې دی او نه غواړي له دې ډېر پاکستان سره مرسته وکړي. نو ویلی شو چې دغو اقتصادي فشارونو ته په کتو، په پاکستان کې د یوه تغییر تمه کېدای شي.»
د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت په اړه وایي، په دې هېواد کې اقتصادي ستونزې به نه یوازې د پاکستان خلک اغېزمن کړي؛ بلکې سیمه ییزې ناوړه اغېزې به هم ولري.
د سیاسي چارو شنوونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د پاکستان بې ثباتي حتمن د دوی د وګړو په ګټه نه ده، خو د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو پر ګټه ده چې پاکستان په تېرو ۵۰ کالو کې د هغو نظامونه نړولي او سیاسي بې ثباتي یې رامنځته کړې. دا ځکه چې افغانان به د دوی له شره خلاص شي. په عمومي توګه د سیمې د خلکو پر ګټه ده، خو د پاکستان پر ګټه نه ده؛ ځکه پاکستان په سیمه کې داسې رول لوبولی لکه یو زهر پاشوونکی هېواد. دوی هر وخت خپلو ګاونډیانو ته زهر پاشلي دي.»
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « کله چې د پاکستان د اقتصاد واګې د پوځ په لاس کې ورشي، دغه کار به د ډېرو خلکو د تشویش ترڅنګ، د ډېرو پانګوالو د پانګونې ختمېدو او یا هم د پانګونې د انتقال سبب وګرځي. کله چې اقتصاد د پوځ په لاس کې وي، په مارکېټ کې د اعتماد فضا کمېږي او ډېر خلک به له داسې یوه حالت سره مخ شي چې خپلې پانګونې نورو هېوادونو ته انتقال کړي او یا به هم په نورو هېوادونو کې د پانګونې د فرصتونو لټولو هڅه وکړي.»
یو شمېر نور بیا د دې کار پایلې پراخ مالي فساد او سیاسي بې ثباتۍ ته د لارې هوارېدل بولي او زیاتوي، په دې توګه به پر پاکستان د نړیوالو باور کم او اقتصادي بحران به يې لا شديد شي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د ملکي حکومت ناکامي او دغه راز د پوځ واک پراخېدل او د نړیوالو پورونو مدیریت، د تجارت پر سکټور هم اغېزې لري. د دې کار راتلونکې پایلې به د اقتصاد دولتي کېدل، د فساد زیاتېدل، سیاسي بې ثباتي او د نړیوالو د باور کمېدل وي.»
د پاکستان پوځ له لوري د دې هېواد اقتصاد په لاس کې اخيستلو مساله داسې مهال راپورته کېږي چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت له وړاندې ښه نه دی او اوس هم د نړیوالو پولي او مالي سازمانونو او ځینې هېوادونو له لوري لس ګونه میلیارد ډالره پوروړی دی.