Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بادغیس کې بې ځایه شوې کورنۍ: له سخت حالت سره مخ یو 

admin by admin
2021/10/10

 د  بادغیس ولایت  مرکز قلعه نو  ته له بېلابېلو ولسوالیو د وچکالۍ او بې روزګارۍ له امله راکډه شوي کورنۍ اوس  له سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي. 

دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، کارو بار دریدلی او په خبره یې  د خپل ورځني ژوند تیرولو لپاره هېڅ هم نه لري. 

بي بي ګل وايي:«  اوړه نه لرو،څه چې مو لرل، هغه خلاص شول. چا چې  یو څه مرسته راسره کړې وه،هغه هم مخ پرخلاصیدو ده. موږ  هېڅ نه لرو.»

دغه بې ځایه شوي وايي، ماشومان يې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي،سرپناه نه لري او له سخت حالت سره مخ دي .

عبدالباقي وايي:« یوه ګوله ډوډۍ نشته دی،چې موږ يې وخورو. د ماښامۍ لپاره څه نه لرو. اوبه نه لرو یوڅاه څلور سوه کوره باندي اوسیږي پرهرکوریوه بوشکه رسیږي، سرپناه نلرو، خیمې مو څیري دي، تراوسه چا پرموږ هیڅ پوښتنه هم نه ده کړې »

د عبدالحمید په نوم یو بل بې ځایه شوی وايي،  له اسلامي امارته غواړي،د پوښاک، خوراک او سرپناه په برخه کې مرستې ورسره وکړي. 

عبدالحمید زیاتوي:«هېله لرو،چې له زموږ سره  د ډوډۍ مرسته وشي،ترڅو د غریب او بي وزله پرده ورسره وشي، ماښام په ماښام یو بل ته ډوډۍ راټولوو.»

دې بې ځایه شویو کې داسې ښځې هم شته،چې خپل د کورنۍ سرپرست  يې جګړه کې له لاسه ورکړې او اوس اووه کسیز کورنۍ  ورترغاړې ده.

اخوا ځايي مسوولین  بیا وايي، د دغو کډوالو له ستونزو خبر دي او په اړه یې  له اړوندو مسسوسره خبرې رواني دي.

د فرهنګي کمیسیون غړی مولوي بازمحمد سروري وايي:« که د ولسوالۍ وي،که د مرکز وي، که د هرځای وي،چې اړمن کسان وي  هغوی ته باید موسسات رسیدنه وکړي. ان شاء الله په ډېر لنډ وخت کې به دوی ته رسېدنه وشي.»

د بادغیس ترڅنګ د هېواد په ډېری ولایتونو کې کاروبار دریدلی،د بي روزګارۍ کچه لوړه شوې او خلک له  اقتصادي  ستونزو سره مخامخ دي.

غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت دې له بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړیکې  جوړې کړي، بیې راټیټې او خلکو ته د رزوګار پيدا کولو کې هڅې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist