Skip to content
د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته له بېلابېلو ولسوالیو د وچکالۍ او بې روزګارۍ له امله راکډه شوي کورنۍ اوس له سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي.
دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، کارو بار دریدلی او په خبره یې د خپل ورځني ژوند تیرولو لپاره هېڅ هم نه لري.
بي بي ګل وايي:« اوړه نه لرو،څه چې مو لرل، هغه خلاص شول. چا چې یو څه مرسته راسره کړې وه،هغه هم مخ پرخلاصیدو ده. موږ هېڅ نه لرو.»
دغه بې ځایه شوي وايي، ماشومان يې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي،سرپناه نه لري او له سخت حالت سره مخ دي .
عبدالباقي وايي:« یوه ګوله ډوډۍ نشته دی،چې موږ يې وخورو. د ماښامۍ لپاره څه نه لرو. اوبه نه لرو یوڅاه څلور سوه کوره باندي اوسیږي پرهرکوریوه بوشکه رسیږي، سرپناه نلرو، خیمې مو څیري دي، تراوسه چا پرموږ هیڅ پوښتنه هم نه ده کړې »
د عبدالحمید په نوم یو بل بې ځایه شوی وايي، له اسلامي امارته غواړي،د پوښاک، خوراک او سرپناه په برخه کې مرستې ورسره وکړي.
عبدالحمید زیاتوي:«هېله لرو،چې له زموږ سره د ډوډۍ مرسته وشي،ترڅو د غریب او بي وزله پرده ورسره وشي، ماښام په ماښام یو بل ته ډوډۍ راټولوو.»
دې بې ځایه شویو کې داسې ښځې هم شته،چې خپل د کورنۍ سرپرست يې جګړه کې له لاسه ورکړې او اوس اووه کسیز کورنۍ ورترغاړې ده.
اخوا ځايي مسوولین بیا وايي، د دغو کډوالو له ستونزو خبر دي او په اړه یې له اړوندو مسسوسره خبرې رواني دي.
د فرهنګي کمیسیون غړی مولوي بازمحمد سروري وايي:« که د ولسوالۍ وي،که د مرکز وي، که د هرځای وي،چې اړمن کسان وي هغوی ته باید موسسات رسیدنه وکړي. ان شاء الله په ډېر لنډ وخت کې به دوی ته رسېدنه وشي.»
د بادغیس ترڅنګ د هېواد په ډېری ولایتونو کې کاروبار دریدلی،د بي روزګارۍ کچه لوړه شوې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت دې له بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړیکې جوړې کړي، بیې راټیټې او خلکو ته د رزوګار پيدا کولو کې هڅې وکړي.