د دوشنبې په ورځ کابل کې د ایران افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ هوکړه لاسلیک شوه، چې ټول موارد به یې د یوې میاشتې په موده کې د اسلام کلا په سوداګریز بندر کې پلي شي او د دغې هوکړې له مخې به په راتلونکو لسو ورځو کې یو ایرانی پلاوی کابل ته راشي او افغان پلاوی به تهران ته سفر وکړي.
دغه پلاوي به کابل او تهران د سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره څیړنې وکړي.
مومند وايي، له ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا سره یې سوداګریزې اړیکې ښې دي او په وینا یې، له دغو هېوادونو سره له ټولو بندرونو واردات او صادرات روان دي.
مومند زیاته کړه:« له منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ښې دي، له حیرتان بندر واردات لرو، له اقینې بندر، له شیرخان بندر، له اسلام کلا، تورغونډۍ او د نیمروز بندر له لارې افغانستان ته واردات کېږي.»
د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي، د سږني کال صادرات یې هم د تیر کال صادراتو ته نږدې دي او توپیر یې کم دی .