Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مومند: د کابل او تهران ترمنځ شوې سوداګریزه هوکړه د افغانانو پر اقتصادي وضیعت مثبته اغېزه لري

admin by admin
2021/10/07

د افغانستان پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي، د دغې هوکړې په عملي کېدو سره به تر یوه  بریده اقتصادي وضعیت ښه شي او په خبره یې په  بازارونو کې به  د لومړنیو توکو بیې هم راټیټې شي 

مومند وايي:« هره هغه اسانتیا،چې د سوداګرۍ په برخه کې افغان سوداګرو ته برابریږي،په مستقیم ډول د افغانستان په بازارونو او لس مثبته اغیز لري.»

اخوا د افغان سوداګرو له لوري د افغانستان او ایران  ترمنځ سوداګریزه هوکړه،چې له مخې به یې  د دواړو هېوادونو ترمنځ په اسلام کلا بندر کې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، هرکلی کوي. 

افغان سوداګر حاجي هاشم فاریابي وايي:« که وشي کولای،چې شوي توافقات په خپل وخت او په ریښتینې توګه عملي کړي،د افغانستان په بازارانو کې د ارتزاقي موادو د بیو پر ټیټوالي مستقیمه اغیزه لري.»

د دوشنبې په ورځ کابل کې د ایران افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ هوکړه لاسلیک شوه، چې ټول موارد به یې د یوې میاشتې په موده کې د اسلام کلا په سوداګریز بندر کې پلي شي او  د دغې هوکړې له مخې به په راتلونکو لسو ورځو کې یو ایرانی پلاوی کابل ته راشي او افغان پلاوی به تهران ته سفر وکړي.

دغه پلاوي به کابل او تهران د سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره څیړنې وکړي. 

مومند وايي، له ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا سره یې سوداګریزې اړیکې ښې دي او په وینا یې، له دغو هېوادونو سره له ټولو بندرونو واردات او صادرات روان دي. 

مومند زیاته کړه:« له منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ښې دي، له حیرتان بندر واردات لرو، له  اقینې بندر، له  شیرخان بندر، له  اسلام کلا،  تورغونډۍ او  د نیمروز بندر له لارې افغانستان ته واردات کېږي.»

د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي، د سږني کال صادرات یې هم د تیر کال صادراتو ته نږدې دي او توپیر یې کم دی .

د مالوماتو له مخې، تېر کال افغانستان شااوخوا د ۷ سوه ملیونو ډالرو صادرات درلودل او سږ کال د دغو صادراتو کچه شپږنیم سوه ملیونه ډالره ښوول شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist