Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت نږدې راتلونکي کې افغانستان ته مذاکراتي پلاوی رالېږي

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت نږدې راتلونکي کې افغانستان ته مذاکراتي پلاوی رالېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/17

د خیبر پښتونخواه ایالتي حکومت د ډيورند فرضي کرښې دواړو خواوو امنیتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه، افغانستان ته د یوه مذاکراتي ټیم لېږلو خبر ورکړی.

ایالتي حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزير علي امین ګڼداپور پر مشرۍ د يک‌شنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۸ مه) د دې ایالت د سیاسي او مذهبي مشرانو په یوې ناسته کې په دې هوکړه شوې چې نږدې راتلونکي کې به دغه پلاوی افغانستان ته لاړ شي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د سیاسي او مذهبي مشرانو د استولو اصلي موخه ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته د امنیتي ستونزو او ترهګریزو ګواښونو پر سر خبرې او دغې ستونزې  ته د حل لارو موندل دي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر د اطلاعاتو او عامه اړیکو سلاکار محمد‌علي سېف وايي: « ناسته کې په دې ټینګار وشو چې د ترهګرۍ ختمولو او د امن را وستلو لپاره له افغانستان سره د حکومت پر کچه مذکرات اړین دي. په همدې موخه د سیاسي او مذهبي مشرانو په ګډون یوه جرګه باید جوړه او سملاسي دې مذاکرات پیل شي.»

د «ترهګرۍ پر وړاندې ملي اتحاد» تر سرلیک لاندې د سیاسي او مذهبي مشرانو په دې مشورتي ناسته کې چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان په مشورې جوړه شوې وه، په کې افغانستان ته د پلاوي استولو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو له افغانستان سره په حکومتي کچه خبرې اترې مهمې بلل شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکي افغانستان ته د یاد پلاوي راتګ په ټوله کې مثبت ګام بولي او وايي، د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتنو قومونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو ډېرېدل او د سفرونو او جرګو جوړېدل د شته ستونزو او ننګونو په حل کې اغېزناک رول لوبولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « که چېرې دا خلک چې دواړو غاړو ته پراته دي، په خپل منځ کې خبرې سره وکړي، سره جرګه شي او د ستونزو هوارولو لپاره لارې چارې ولټوي، زه فکر کوم چې دا یو مثبت عمل دی او باید ژر تر ژره دغه کار وشي. هرڅومره چې د دغو خلکو ترمنځ اړیکې او تماسونه ډېرېږي، په همدې کچه ستونزې کمېږي او د خلکو ترمنځ همکاري ډېریږي.»

ځينې نور بیا په ګڼو برخو کې د اړیکو ټینګښت د افغانستان او پاکستان پر ګټه بولي او ترمنځ يې د ننګونو عملي حل پر دوه اړخیزو توافقاتو پورې تړلی ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د ستونزو هوارولو لپاره د تورونو لګولو پر ځای د حل لاره همدا ده چې دواړه لوري سره کېني او خبرې وکړي، خو په دې شرط چې خپلو ملي ګټو ته ژمن پاتې شي او یو بل ته قناعت ورکړي، پر عملي توافقاتو بحث وکړي او یوې پرېکړې ته سره ورسېږي.»

د ترهګریزو ستونزو د هوارولو په موخه افغانستان ته د خیبرپښتونخواه د ایالتي حکومت پر کچه د پلاوي راتګ خبره  داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د چارو وزیر امیرمقام له پاکستاني رسنیو سره مرکه کې له هېوادونو سره مذاکرات د ایالتي حکومتونو له صلاحیته پورته موضوع بللې وه.

د نوموړي په خبره، که د خیبرپښتونخوا او یا کوم بل ایالتي حکومت چارواکي د مرکزي حکومت له اجازې پرته په خپلسر مذاکرات کوي، بې ‌ګټې او بې ‌پایلې به وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist