Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د سرپرستې کابینې لپاره نوي کسان  ګومارلي

admin by admin
2021/10/05

د افغانستان اسلامي امارت  له لوري په تازه اته دېرش ګومارل شویو کسانو کې زیات یې د پوځي او امنیتي برخو  دي.

مسوولینو ډاډ ښودلی   دی،چې نوي کسان به په اړوندو ادارو کې اصلاحات راولي او چارې به چټکې کړي.

۱  مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه

۲ ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست په توګه

۳ ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۴  مولوي سخاو الله د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه

۵ ملا محمد علي اخند د ملي دفاع وزارت د استخباراتي چارو د رئیس په توګه

۶محترم مولوي نصر الله مطیع د ملي دفاع  وزارت د پرسونل او تعلیماتو د رئیس په توګه

۷ تیمور شاه اخند د ملي دفاع وزارت د لوژیستکي چارو د رئیس په توګه

۸ملا مهر الله حماد د کندهار قول اردو د قومندان په توګه

۹ مولوي حمد الله د کابل قول اردو د قومندان په توګه

۱۰ مولوي عطاء الله عمري د مزار د قول اردو د قومندان په توګه

۱۱ مولوي محمد ظریف مظفر د هرات  قول اردو د قومندان په توګه

۱۲  ملا شرف الدین  تقي د هلمند قول اردو د قومندان په توګه

۱۳ ملا رحمت الله محمد د کندز د قول اردو قومندان په توګه

له دې سربیره پنځه ویشت نور کسان په ملکي برخه کې تازه ګو مارل شوي دي.

اخوا پخواني پوځیان د تازه ګومارنو هرکلی کوي او زیاتوي،چې ځنډیډلي کارونه بېرته پیل او د خلکو ستونزې به ورسره حل شي.

د پوځي چارو شنونکی شع ورنیازی وايي:« تازه ګومارني به وکولای شي،چي ځنډیډلي کارونه بیرته پیل شي، ترڅو هېوادوال،چي له ستونزو سره مخ دي، کار ورته وکړي.»

په ټوله کې ټینګار پر دې دی،چې د پاتې وزارتونو او ادارو لپاره دې هم مسلکي او ژمن کسان وګومارل شي.

د پوځي چارو پوه  زمان ګل دهاتي وايي:«  د پاتي وزارتونو او ریاستونو لپاره هم غوښتنه کېږي،چي کسان پر دنده وګومارل شي، ترڅو کارونه له ځنډ څخه وژغول شي.»

اسلامي امارت وايي،سرپرسته کابینه د بشپړېدو په درشل کې ده او ډاډ یې ښودلی،چې ګو مارل شوي غړي ټول مسلکي او ملي ګټو ته ژمن دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist