Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۶ کاله پوره شول

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۶ کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/15

۳۶ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د سلواغلې پر ۲۶ مه د پخواني شوروي اتحاد لښکرې د افغان ولس د نهه کلنې مبارزې په پایله کې مات او له افغانستانه ووتل.

که څه هم په افغانستان کې د شوروي ځواکونو حضور پای ته ورسېد، خو له هغې وروسته د سیاسي ګوندونو خپل منځي جګړې پيل او په هېواد کې د لسیزو غمیزه پيل شوه.

پخوانی جهادي قوماندان محمد عارف وايي: « افغانان د هېچا اشغال نه مني، د دې ځای خلک د دین او ناموس لپاره جهاد کوي، پخوا موږ جهاد کاوه اوس یې زموږ بچي کوي.»

پخوانی جهادي قوماندان خلیل الرحمن وايي: « مجاهدینو پر شوروي فشار راوړ، اقتصاد یې ور تیکه تیکه کړ، ډېر زیات کسان یې دلته له لاسه ورکړل او مجبور شول چې ماته ومني او د افغانستان خاوره پرېږدي.» 

یو شمېر پخواني جهادي قوماندانانو له شمشاد سره خبرو کې د سرو لښکرو وتل  د افغانانو لپاره ویاړ او د پخواني شوروي اتحاد لپاره ستره ماتې بولي.

پخوانی جهادي قوماندان خیال محمد وايي: « د افغانستان په خاوره او خلکو کې دا شهامت موجود دی چې اسارت نه مني، د بل واکمني نه مني؛ لومړی یې څو ځله انګرېزان مات کړل، پرون روسان او نن هم امریکایان. باید ووایم، هر حکومت چې ملت ته شا کړي، هغه به سقوط کوي.»

پخوانی جهادي قوماندان توریالی منګل وايي: « په دې ورځ د افغانستان غیرتي ولس د نړۍ سوپر طاقت ته ماتې ورکړه او روسان یې له افغانستانه وتلو ته مجبور کړل. روسانه نه  یوازې له افغانستانه وتلو ته اړ شول، بلکې لویه امپراتوري یې هم د افغانانو له لاسه ټوټه ټوټه شوه.»

اسلامي امارت د سلواغې ۲۶ مې  په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې دغه ورځ د هېواد د تاریخ ویاړلې ورځ بللې او ټینګار یې کړی چې پرافغانستان تېرو ۱۰۰ کالونو کې د یرغلګرو له ماتې باید په راتلونکي کې زبرځواک هېوادونه عبرت واخلي او بیا ځل د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ پر وړاندې ګام پورته نه کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «  د تیرو څه باندې ۱۰۰ کلونو له پرله پسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ  باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت پر ضد ګام پورته نه کړي. د افغانستان مسلمان او غیور خلک باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو پر وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.»

د پخواني شوروي سرو لښکرو له نن پوره ۴۵ کاله وړاندې پر افغانستان یرغل وکړ چې د افغان ولس له سخت مقاومت سره مخ شول.

که څه هم دغه ۹  کلنه مبارزه د سلګونه زره افغانانو د قربانۍ لامل شوه، خو د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو، په افغانستان کې د سرو لښکرو د پوځي حضور ختمېدو او سترې ماتې باندې هم پای ته ورسېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist