Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د پولیسو اکاډمۍ مسلکي او علمي کادرونه بې برخلیکه پاتې دي

admin by admin
2021/09/30

په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د سلګونه فارغ شویو ځوانانو په استازیتوب یو شمېر یې شمشاد ته راغلي وو، وايي، د پنځه سوه محصلینو د فراغت مراسمو ته درې ورځې پاتې وې، چې تیر حکومت سقوط وکړ او اسلامي امارت واک ته ورسېد.

دوی له اسلامي امارت غواړي، فارغ مسلکي کسان دې د خپلې دندې مطابق د خپلو ځواکونو په لیکو کې استخدام کړي او د پاتې کسانو د زده کړو بهیر دې بشپړ کړي.

کابل کې د پولیسو اکاډمۍ محصل قیس منګل وايي: «د  ۵۰۰  محصلینو د فراغت مراسمو ته درې ورځې پاتې وې، چې نظام سقوط شو او موږ بې برخلیک پاتې شو.»

یو بل محصل نامدار هوتک بیا وايي: «پر موږ د بیت المال لګښت شوی او باید خپل هېواد ته خدمت وکړو. که موږ ته پاملرنه نه کېږي، دا به زموږ او هېواد په حق کې جفاء وي.»

دغه محصلین وایي، ټول عمر یې په زده کړو کې تیر شوی او جګړې ته نه دي تللي او ژمن دي چې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

دوی زیاتوي، امارت دې د دوی او د نورو مسلکي کادرونو برخلیک مالوم کړي او د حکومت په پیاوړتیا کې دې ترې کار واخلي.

کابل کې د پولیسو اکاډمۍ محصل شفیع الله وايي: «موږ غواړو چې برخلیک مو مالوم شي، ځکه کلونه مو علمي او مسلکي زده کړې کړې دي.»

کابل کې د پولیسو اکاډمۍ یو بل محصل مصطفی وايي: «منو چې نظامونه تغیر کوي، خو موږ د افرادو لپاره نه، بلکې خپلو خلکو او هېواد ته کار کوو او چمتو یوو، چې اسلامي امارت سره کار وکړو.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د رسنیو او عامه اړیکو مشر قاري سعید خوستي ویلي، ټولو مسکلي او علمي کادرونو ته یې بلنه ورکړې وه چې خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت لپاره دې دندو ته وګرځي او په وینا یې دوی پر خپل دریځ ولاړ دي.

خوستي زیاته کړه: «دغه ځوانان زموږ مسلکي کادرونه دي. د دوی له مسلک او وړتیا به کار اخېستل کېږي د دې هېواد او هېوادوالو لپاره.»

کابل کې د پولیسو اکاډمۍ شااوخوا ۸۰ کاله مخینه لري، چې اوس مهال په امنیتي، جنایي، سرحدي، لوجستیک او محابسو او ادارې برخو کې محصلینو ته په نړیوال معیار برابرې زده کړې ورکوي او دغه راز د داخل خدمت یا شپې پوهنځۍ هم لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist