د لغمان پوهنتون یو بل زده کړیال محمد عليم پسرلی بیا وايي:« تقريبا دا شپږم کال دی،چې څلورم صنف وایو.څلور کاله مو نږدې په شپږو کالو اوښتي دي، لومړی د کورونا وبا له امله همداسې رخصت وو، اوس چې اسلامي امارت راغلی دی نو بيا هم رخصت یو. نو زموږ له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه دا ده،چې پوهنتونونه ژر تر ژره پيل کړي.»
ځينې نور بيا وايي، د زياتو رخصتيو له امله چې محصلين په کور پاتې دي،رواني ناروغي ورته پیدا شوې او ډېری يې بيا له هېواد وتلو ته اړ شوي دي.
د ننګرهار پوهنتون زده کړیال وصي الله حبيبي وايي:« دغه ستونزې نه یوازې چې محصلينو ته ګڼې روحي، ذهني او معنيوي ستونزې پیدا کړي دي، بلکې دوی له هېواد څخه د فرار هڅه هم کړې ده. د لوړو زده کړو له وزارت او مشرتابه د درسونو د بیا پيل ژر غوښتونکي يو.»
د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمنګاني بیا د دولتي پوهنتونو د پيل او له شپږم ټولګې پورته د ښځينه ښوونځيو د پرانېستلو په اړه داسې وايي:«د مکاتبو په اړه که ووایم،چې له اول نه تر دولسم پورې د نارنيو او له اوله تر شپږم پورې د ښځينو درسونه پیل دي. د پوهنتونو په اړه که ووایم،چې ډېر ژر به پر هغو پلانونو کار وشي او روان دی،چې په لاس کې يې لرو او درسونه به په پوهنتونونو کې ژر پيل شي.»