Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زده کړیالان: له نږدې دوه کالو راهېسې بې  برخلیکه پاتې یو 

admin by admin
2021/09/29

د دولتي پوهنتونونو  زده کړیالان وايي، له نږدې دوه کالو راهیسې چې په هېواد کې د کورونا وبا خپره شوې،د زده کړو بهیر ځنډنی شوی دی.

دوی وايي،  له دې حالته ستړي شوي او د افغانستان له اسلامي امارته غواړي، پوهنتونونه د حضوري زده کړو پرمخ پرانیزي. 

 د لغمان پوهنتون زده کړیال هارون افغان  وايي:«  اوس چې اسلامي امارت په افغانستان کې واکمن  دی، نو غوښتنه مو ورڅخه دا ده،چې پوهنتونونه دې ژر بېرته پیل کړي. هېله مو دا ده،  د پوهنتون  درسي بهیر بېرته پيل کړي.»

د لغمان پوهنتون یو بل زده کړیال محمد عليم پسرلی بیا وايي:« تقريبا دا شپږم کال دی،چې څلورم صنف وایو.څلور کاله مو نږدې په شپږو کالو اوښتي دي، لومړی د کورونا وبا له امله  همداسې رخصت وو، اوس چې اسلامي امارت راغلی دی نو بيا هم رخصت یو. نو زموږ له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه دا ده،چې پوهنتونونه ژر تر ژره پيل کړي.»

ځينې نور بيا وايي، د زياتو رخصتيو له امله چې محصلين په کور پاتې  دي،رواني ناروغي ورته پیدا شوې او ډېری يې بيا له هېواد وتلو ته اړ شوي دي.

 د ننګرهار پوهنتون زده کړیال  وصي الله حبيبي وايي:« دغه ستونزې نه یوازې  چې محصلينو ته ګڼې روحي، ذهني او معنيوي ستونزې پیدا کړي دي، بلکې دوی له هېواد څخه د فرار هڅه هم کړې ده. د لوړو زده کړو له وزارت او مشرتابه د درسونو د بیا پيل ژر غوښتونکي يو.»

د  اسلامي امارت  ویاند انعام الله سمنګاني بیا د دولتي پوهنتونو د پيل او له شپږم ټولګې پورته د ښځينه ښوونځيو د پرانېستلو په اړه داسې وايي:«د مکاتبو په اړه که ووایم،چې له اول نه تر دولسم پورې د نارنيو او له اوله تر شپږم پورې د ښځينو درسونه پیل دي. د پوهنتونو په اړه که ووایم،چې ډېر ژر به پر هغو پلانونو کار وشي او روان دی،چې په لاس کې يې لرو او درسونه به په پوهنتونونو کې ژر پيل شي.»

دولتي پوهنتونو کې زده کړیالان په داسې مهال د درسونو د بیا پیل غوښتنه کوي،چې نږدې لس ورځې وړاندې مسوولینو په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونو حضوري زده کړو ته اجازه ورکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist