Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: د ملګرو ملتونو ناستې ته د افغان استازي نه وربلل له افغانستان سره جفا ده

admin by admin
2021/09/29

ملګرو ملتونو د طالبانو او نه هم د تیر حکومت استازي ته اجازه ور کړه،چې د افغانانو پر استازولۍ عمومي ناستې ته وینا وکړي.

 د افغانستان اسلامي امارت  د فرهنګني کمېسیون غړی انعام الله سمنګاني  وايي، د ملګرو ملتونو پر پرېکړه خوښ نه دي او د افغانستان په حق کې یې جفاء بولي.

سمنګاني وايي:« ناسمو سیاستونو افغانانو ته اجازه ورنه کړه،چې هغوی هلته حضور ولري، په داسې حال کې چې افغانان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي،باید افغانانو ته فرصت ورکړل شوی وه،ترڅو خپلې له یوه رسمي او دولتي ادرسه نړیوالو ته وړاندې کړي. نړیوال باید په دې پوه شي،چې افغانستان کې څه تېریږي او د دوی غږ اورېدل شوی وای،دا چې د افغانانو غږ وا نه ورېدل شو دا د افغانستان په حق کې جفاء ده.»

اخوا ملګرو ملتونو کې د افغانستان تېر حکومت  سفیر بیا ویلي، د هېواد د ملي ګټو لپاره له خپلې وینا تیر شوی دی.

د طالبانو د شلو کلونو پخوانی ګډون هم په ملګرو ملتونو کې جنجالي وه.

د سیاسي چارو شنونکي له نړیوالو غوښتنه  کوي، چې د افغانانو له منځه یې یو کس منلی و، چې د افغانانو د ستونزو او کړاونو په اړه یې غږ پورته کړی وه. 

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي:« اوس باید پرر دې  کوښښ وشي،چې نړیوال دې ته راضي کړو،چې د افغانستان د ملت یو استازی لاړشي او دا استازی په نړیوالو ناستو او ملګرو ملتونو غونده کې برخه واخلي،ترڅو د افغانانو د ستونزو او کړاو مسایل مطرح کړي. بلاخره نړیوال باید اړ  کړای شي،چې پخواني حکومت او هم اوسني حکومت په دوی تپل شوی او د دوی د ګټو استازولي نه شي کولای.»

شنونکي ټېنګار کوي،چې نوی استازی ملګرو ملتونو کې قبول شي او ملګري ملتونه هم باید سفیر د خپل غړي په توګه ومني.

دوی وايي، د نړیوالو غوښتنه افغانستان کې د سیاسي مشارکت راتګ دی او دې سره باید افغانان عیار شي.

 د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي  وايي:« داچې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د تېر حکومت سفیر خبرې ونه کړې، دا ښه و په دې خاطر چې ملګري ملتونه پوهېدل هغه د یو خیالي حکومت نمایندګي کوي،چې حضور نه لري. اوس باید نوی استازی ملګرو ملتونو کې قبول شي او ملګري ملتونه هم باید سفیر د خپل غړي په توګه ومني،ترڅو سیاسي مشارکت راشي،چې دا د نړیوالو غوښتنه هم ده باید ورته عیار شو.»

داچې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان استازولي نه وه په دې اړه غبرګونونه سره وېشلي دي.

یو شمېر یې اړتیا بولي،چې افغانستان په سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو کې راګیر دی، خو له بل پلوه باور دا ده،چې د ملګرو ملتونو پرېکړې اجرایوي نه دي.

له څه باندې  شلوکلونو راپه دېخوا دا لومړی ځل دی،چې د ملګرو ملتونو ناسته کې افغانستان استازی نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist