Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانګرېس غړي: واشنګټن باید د افغان همکارانو لېږد پروسه ونه ځنډوي

د کانګرېس غړي: واشنګټن باید د افغان همکارانو لېږد پروسه ونه ځنډوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/03

واک ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا ځل رسېدو سره سم، امریکا ته د هغو زرګونو افغانانو د لېږد پروسه وځنډېده چې په افغانستان کې یې له امریکا سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول کار کړی و.

دې ځنډ د امریکا په استازو جرګې یا کانګرېس کې د ډیموکراټ او جمهوري پالو استازو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي دي.

ګڼ شمېر مطرح ډیموکراټ استازي امریکا ته د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو پر خوندي انتقال ټينګار کوي او دا کار د واشنګټن له  لوري خپلو متحدینو سره ډېره پخوانۍ او یوه له مهمو ژمنو بولي.

د کانګرېس ډیموکراټ استازی کرېګ سنټون وايي:« ما یوازې له اریزونا کډوالۍ پنډغالي د ليدنې ویاړ درلود او هلته مې له ګڼ شمېر کډوالو په ځانګړي ډول هغو افغانانو سره وکتل چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي. ما د هغوی د خدمتونو شخصي کیسې هم واورېدې او د هغوی د کورنیو په اړه مې هم واورېدل چې په افغانستان کې یې د کورني  غړي اوس مهال په سخت وضعیت کې دي. موږ به په کانګرېس کې د هغوی د خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړو؛ ځکه چې هغوی زموږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و.»

په ورته مهال، له افغانستانه امریکا ته د ځانګړو وېزو (اېس.آی.وي) له لارې د لېږد پروسې مرستندویه بنسټ رئیس شان وان ډایور له امریکايي اېن.بي.سي تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته د اندېښنو ترڅنګ، د خپلو متحدینو د تخلیې په برخه کې ځنډ رامنځته کوي.

هغه زیاته کړې:« دوی په سختو ستونزو او وحشت کې دي؛ ځکه د هغوی کورنۍ نه شي کولی دلته راشي، دوې اوونۍ وړاندې موږ یوازې د یوې کورنۍ د یوځای کېدو شاهدان یو او زه هېله لرم چې دغه پروسه بېرته ژر پیل شي. ما داسې یو کس هم ولېد چې د خپل درې نیم کلن زوی سره ملاقات کوي چې د باور وړ نه ده. زه د دې پروسې ځنډ اندېښمن کړی یم؛ دا باید مشروطه نه وي بلکې موږ په رښتینې توګه پر خپلو ژمنو عمل وکړو.»

کارپوهان وايي، هغه افغانان چې له امریکا سره یې په افغانستان کې کار کړی، تر ډېره په پاکستان کې دغه هېواد ته د لېږد لپاره منتظر دي چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري هم تر سخت فشار لاندې دي.

د دوی په خبره، واشنګټن دې د کډوالو د لېږد په پروسه کې د افغانانو کډوالي له نورو جلا کړي.

د کډوالو حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « که چېرې دا لړۍ بیا هم تمدید شي یا هم وځنډېږي، دا به په پاکستان کې یو لوی ناورین رامنځته کړي. د دې ترڅنګ، د هغو ټولو افغان کډوالو چې دلته په پاکستان کې د خپلو کېسونو لپاره مېشت دي، له امریکا غوښتنه دا ده چې افغانان له نورو مستثنا کړي او د دوی د کېسونو څېړلو لړۍ بېرته پيل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د هغو افغانانو په اړه به له امریکا سره خبرې وکړي چې په اسلام اباد کې د امریکا د وېزو لپاره منتظر پاتې دي.

د راپورونو له مخې، څه باندې ۴۰ زره افغانان د امریکا ځانګړو وېزو ته غوښتنلیکونه استولي چې د لېږدونې پروسه یې د امریکا د ولمسشر له اجرائیوي فرمان سره سم د درېیو میاشتو لپاره وځنډېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist