Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ولسوالیو له استازو سره د همغږۍ ناستې پيل کړې

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ولسوالیو له استازو سره د همغږۍ ناستې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

له پېښو سره مبارزې ته د چمتووالي ملي اداره کې د کابل ولایت له ۱۴ولسوالیو راغلو استازو د خپلو سیمو هغه ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې چې د طبیعي پېښو له امله ځپل شوې او یا یې خطر موجود دی.

د یادې ادارې مسوولین وایي، د اسلامي ‌امارت د مشرتابه له سپارښتنو سره سم هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دغه شان غونډې ترسره او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

له پېښو سره مبارزې ته د چمتو والي ملي ادارې ویاند ملا جانان ثایق وايي: « دا غونډه د دې لپاره راغوښتل شوې چې موږ باید په ټولو ولایتونو وقایوي پروژې پلې کړو؛ د دې لپاره باید خلک را وغواړو او ستونزې یې واورو. له همدې امله مو نن د کابل والي په ګډون د ۱۴ ولسوالیو استازي راغوښتي وو او د هغوی ستونزې او غوښتنې مو واورېدې. دا غوښتنې به د اسلامي امارت له رهبر او رییس الوزرا سره شریکې کړو. همدارنګه دا غوښتنې به له موسسو سره هم شریکو او پر ګډه به د خلکو ستونزې هواروو.»

غونډې ته له ولسوالیو راغلو استازو وویل، تېر کال طبیعي پېښو کابل کې د بزګرو او بڼوالو له ځپلو سربېره ډېری کورنۍ بېځایه کېدو ته اړې کړې.

 دوی غوښتنه وکړه چې د همغږۍ لپاره دې ځانګړی کمېسیون جوړ شي، ترڅو د طبیعي پېښو پر وړاندې له مخکې تدابیر ونیول شي.

د استالف ولسوالۍ استازي باباجان وویل: « د استالف سیند دواړو غاړو ته د خلکو کورونه او باغونه دي او استنادي دېوال ته اړتیا لري. له پېښو سره مبارزې ته د چمتوالي ملي ادارې غواړو چې خپلو امکاناتو ته په کتو، پاملرنه وکړي.»

د بګرامیو ولسوالۍ استازی ګل محمد وویل: « ښه خبره دا ده چې د پښو له کېدو وړاندې د هغوی مخنیوی وکړو. د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې د سبزیو نیمايي هغه فصلونه سېلاب یوړل چې د همدې ښار خلک ترې ګټه اخلي.»

بله خوا، د یادې ادارې چارواکي او یوشمېر نور مسوولین له کابل ښار سربېره په ټولو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنو شویو ته د اړتیا وړ توکو د مرستې رسونې خبره کوي او وایي، د بودیجې د کمښت له امله نه شي کولی ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دوی زیاتوي، د بهرنیو موسسو له لوري په ولسوالیو کې د خوراکي توکو د وېش په ځای به د کاري فرصتونو په برابرولو سره د هغو استنادي دېوالونو د جوړلو چارې پیل کړي چې خلک د سېلابونو له خطر ژوغورلی شي.

له پېښو سره مبارزې ته د چمتو والي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي وايي: « داسې نه شو ویلی چې دا ټول کارونه به موږ کوو؛ ځکه ۳۴ ولایتونو کې څه د پاسه ۴۰۰ ولسوالۍ دي. موږ به له خپل وس سره سم مرستې کوو او موسسې به هم وهڅوو چې د خوراکي موادو پر ځای دغو کارونو ته لومړیتوب ورکړي.»

د کابل والي مولوي امین الله عبید وايي: « ستاسو چې کومې ستونزې او غوښتنې دي، موږ له ځانه سره نوټ کړې. د طبیعي پېښو د خطرونو مخنیوي لپاره به موږ نورې سکټوري ادارې هم د پېښو له ادارې سره مل کړو.»

له پېښو سره د مبارزې او چمتو والي ملي ادارې له لوري د همغږۍ دغه ناسته داسې مهال جوړېږي چې د مالوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د طبيعي پېښو له امله ۳۵۰ کسان مړه او۵۰۰ نور ژوبل شوي؛ همدارنګه ۴ زره بابه کورونه ویجاړ او ۷۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist