Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې ۳۵۰ کسان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

کابل کې ۳۵۰ کسان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

کابل کې سلګونه کسان په بېلابېلو برخو کې له نهه میاشتنیو مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ۳۵۰ تنه د خیاطۍ، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ساختماني چارو او ورته نورو برخو کې له مسلکي زده کړو فارغ او د کار بازار ته وړاندې شول.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي: « د ۳۵۰ په شاوخوا کې هېوادوال او په ځانګړې توګه ځوانان په اوو مختلفو حرفو کې فارغ او د کار بازار ته وړاندې شول، ترڅو د زده کړیو مهارتونو پر مټ په کاري بازار کې د شغل خاوندان شي. په دغو اوو حرفو کې د برېښنا، ساختماني انجنیرۍ، د کمپیوټر مهارتونه، د انګلسي ژبې زده کړه، خیاطي، فلزکاري او نل غځولو په حرفو کې یې زده کړې ترلاسه کړې.»

له حرفي او فني زده کړو فارغ شوي کسان هم د کارغوښتنه کوي.

د بهرام محمودي په نوم له حرفوي زده کړو فارغ وايي:« له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره د کار زمینه برابره کړي. موږ فارغ شوي یو او تمه لرو چې په یوه ځای کې پرکار بوخت شو؛ ترڅو وکولی شو له خپلو زده کړو ګټه واخلو، ټولنې او دولت ته خدمت وکړو.»

سیر فضل وايي: « تقریبا ً یو کال شو چې دلته مو زده کړې وکړې. له دولت تمه لرو چې موږ ته د کار زمینه هم برابره کړي.»

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت ومیاند سمیع الله ابراهیمي وايي، د بېکارۍ کچې راکمولو په موخه یې ځوانانو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو لړۍ پیل کړې او هڅه به وکړي چې فارغ شویو کسانو ته د کار زمینه پیدا کړي.

ابراهیمي زیاتوي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطالعه او تحلیل دا ښيي چې د بېکارۍ کچه هغه هېواد وال ډېره تشکیلوي چې نا لوستي دي او یا مهارت نه لري. همدې ستونزې ته په کتو د حرفوي زده کړو پروګرامونه په لاره اچول شوي او په هره برخه کې که دا خصوصي سکټور وي یا دولتي ادارې، چې دوی ته په کې د کاري فرصتونو زمینه برابره کېدای شي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنتوب لري چې دې برخې ته رسېدنه وشي او د کار موندنې په برخه کې هم اړین ګامونه واخلي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې یې نږدې ۳۴ زرو کسانو ته حرفوي او مسلکي زده کړې ورکړې او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د کار معین زاهد احمدزی وايي: « د نهو میاشتو په اوږدو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر ۳۴ زرو پورې زده کوونکي فارغ کړي دي. دغه زده کوونکي په مختلفو حرفو کې روزل شوي دي.»

د بیکارۍ کچې راکمولو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو سره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کېږي چې ورسره د خلکو په اقتصادي ژوند کې هم مثبت پرمختګ راځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist