د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، پاکستان هڅې پیل کړي دي،چې د افغانستان اسلامي امارت په اړه د سیمې هېوادونو ګډ دریځ رامنځته کړي.
دسیاسي چارو تحلیل کوونکی حسن حقیار وايي:« د پاکستان هڅې یوازې پایله نه ورکوي، بلکې چین او روسیې هڅې وکړې، ترڅو له اسلامي امارت سره کار وکړي.»
ځیني نور بیا د پاکستان ترڅنګ د چین او روسیې رول هم مهم بولي.
د شنونکو په باور، چین او روسیه د نړۍ ستر هېوادونه دي او د طالبانو په تړاو نظر بدلولو کې مهم دي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« د پاکستان هڅې د سیمي هېوادونو لپاره د یوه ګډ نظر په رامنځته کولو ښه ګام دی، خو چین او روسیه بیا قدرت یې لوړ دی، پر نړیواله کچه هغوی دي هم هڅي پیل کړي.»
یوشمېر نور بیا د پاکستان په رول شک لري، دوی وایي، لا نه ده روښانه،چې نړۍ به پر پاکستان باور وکړي او که نه،چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې جوړې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د نړیوالو له خوا د طالبانو پر رسمیت پېژندلو باندې اوس مهال غور نه کېږي.
لاوروف دغه څرګندوني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې کړې دي.
طالبانو په ملګرو ملتونو کې خپل استازی نومولی،خو لاوروف په نیویارک کې یوې خبرې غونډې ته وویل،اوس مهال د طالبانو په رسمیت پېژندلو پوښتنه د میز پر سر نه ده.