Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د پاکستان هڅي به وکولای شي د سیمې هېوادونو یو ګډ نظر رامنځته کړي

admin by admin
2021/09/27

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، پاکستان هڅې پیل کړي دي،چې د افغانستان اسلامي امارت په اړه د سیمې هېوادونو ګډ دریځ رامنځته کړي.

دسیاسي چارو تحلیل کوونکی حسن حقیار وايي:« د پاکستان هڅې یوازې پایله نه ورکوي، بلکې چین او روسیې هڅې وکړې، ترڅو له  اسلامي امارت سره کار وکړي.»

ځیني نور بیا د پاکستان ترڅنګ د چین او روسیې رول هم مهم بولي.

د شنونکو په باور، چین او روسیه د نړۍ ستر هېوادونه دي او د طالبانو په تړاو نظر بدلولو کې مهم دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« د پاکستان هڅې د سیمي هېوادونو لپاره د یوه ګډ نظر په رامنځته کولو ښه ګام دی، خو چین او روسیه بیا قدرت یې لوړ دی، پر نړیواله کچه هغوی دي هم هڅي پیل کړي.»

یوشمېر نور بیا د پاکستان په رول شک لري، دوی وایي، لا نه ده روښانه،چې نړۍ به پر پاکستان باور وکړي او که نه،چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې جوړې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د نړیوالو له خوا د طالبانو پر رسمیت پېژندلو باندې اوس مهال غور نه کېږي.

لاوروف دغه څرګندوني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې کړې دي.

طالبانو په ملګرو ملتونو کې خپل استازی نومولی،خو لاوروف په نیویارک کې یوې خبرې غونډې ته وویل،اوس مهال د طالبانو په رسمیت پېژندلو پوښتنه د میز پر سر نه ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist