افغان ملي سوداګر او صنعتکاران اندېښنه لر،که د افغانانو میلیاردونه ډالر کنګل شوې پيسې بیرته افغانستان ته په واک کې ورنه کړل شي،د توکو نرخونو لوړېدو فقر له اړخه به افغانستان له ستراقتصادي ناورین سره مخ شي.
دوی وايي، بهر ته د پیسو لېږد ځنډېدلی دی،نغدې پیسې نه لري او نه شي کولای له بهر توکې وارد کړي.
یو سوداګر وايي:« واردات څو چنده کم شوي، که د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې نه شي او د د توکو په مقابل کې پیسې تراتسفر نه کړو،هېوادونو ته نور خام مواد نه راکوي. که وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، نه شو کولی،چې د خلکو ۱۰۰ سلنه د اړتیا وړ توکې وارد کړو، وارد شوي ۵۰ سلنه توکې هم په بازارونو کې د همدې لپاره پر لوړه پلورل کېږي. که اقدامات ونه شي فکر نکوم تغیر وکړي.»
افغان سوداګر جبارخیل وايي:« پیسې نه شته،بانکونه تړلي دي،د پیسو لېږد شتون نه لري. موږ نه شو کولای،خام مواد، تیل،خوارکی توکې واخلو. دا هغه لاملونه دي،چې وضعیت یې تغیر کړی او نرخونه یې لوړ کړي دي.»