Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګر: تر هغې چې کنګل شوې پیسې خلاصې او واردات پيل نه شي د توکو نرخونه به لوړ وي

admin by admin
2021/09/27

افغان ملي سوداګر او صنعتکاران اندېښنه لر،که د افغانانو میلیاردونه ډالر کنګل شوې پيسې بیرته افغانستان ته په واک کې ورنه کړل شي،د توکو نرخونو لوړېدو فقر له اړخه به افغانستان له ستراقتصادي ناورین سره مخ شي.

 دوی وايي، بهر ته د پیسو لېږد ځنډېدلی  دی،نغدې پیسې نه لري او نه شي کولای له بهر توکې وارد کړي.

یو سوداګر وايي:« واردات څو چنده کم شوي، که د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې نه شي او د د توکو په مقابل کې پیسې تراتسفر نه کړو،هېوادونو ته نور خام مواد نه راکوي.  که وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، نه شو کولی،چې د خلکو ۱۰۰ سلنه د اړتیا وړ توکې وارد کړو، وارد شوي ۵۰ سلنه توکې هم په بازارونو کې د همدې لپاره پر لوړه پلورل کېږي. که اقدامات ونه شي فکر نکوم تغیر وکړي.»

افغان سوداګر جبارخیل وايي:« پیسې نه شته،بانکونه تړلي دي،د پیسو لېږد شتون نه لري. موږ نه شو کولای،خام مواد، تیل،خوارکی توکې واخلو. دا هغه لاملونه دي،چې وضعیت یې تغیر کړی او نرخونه یې لوړ کړي  دي.»

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ خونه زیری ورکوي،چې د امریکا د خزانې وزارت ډاد ورکړی دی،چې په کنګل شویو پيسو کې د خصوصي سکتور دوه میلیارده ډالر بېرته ورکول کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وايي:« خوشبختانه پرون مو د امریکا د خزانې له وزارت له لوري خبر ترلاسه کړ،چې د افغانستان په کنګل شویو پیسو کې ۲ میلیارده ډالرو د خصوصي سوداګرو دي،چې له کنګل کولو یې خلاصوي،ترڅو سوداګرۍ او د خوراکي توکو راکړه ورکړه پرې ترسره کړو.»

شااوخوا یوه نیمه میاشت پوره کېږي،چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر پانګه په نړیوالو بانکونو کې کنګل اعلان شوې،چې له امله یې د افغانستان بانکي سیستم ستونزمن کړی، راکړه ورکړه درول شوې او د خلکو په اقتصاد یې منفي اغیزې کړي دي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist