Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملک سلمان خيريه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته وکړه

د ملک سلمان خيريه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/27

کابل کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري افغانانو سره د ۱۰۰ ټنو خرما د مرستې لپاره مراسم نیول شوي.

د سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور له سعودي عربستان له مرستې د هرکلي ترڅنګ وايي، افغانستان له څو لسيزو جګړو او اقليمي بدلون وروسته د بل هر وخت پرتله د نړيوالو بشري مرستو ته اړتيا لري.

دلاور زیاته کړې:« نن ورځ د سعودي عربستان ورور، اسلامي او دوست هېواد له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خرما د تسلیمي شاهدان یو. افغانستان د تېرو پرله پسې کلنو جګړو، طبیعي پېښو او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلونونو له امله سخت ځپل شوی او پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.»  

دلاور د کابل او رياض ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې ښې بولي او زياتوي، دواړه هېوادونه په خپلو کې پر ګډې عقيدې سربېره تاريخي مشترکات هم لري.

 دلاور له افغانانو سره د سعودي عربستان له لوري شوې مرستې ستايي او د يادو مرستو د لا زياتوالي غوښتنه کوي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست وايي: « افغانستان او عربستان له عقیدتي او فرهنګي اړخه ډېرې نږدې تاریخي اړیکې لري. سعودي عربستان تل دردېدلي او غم ځپلي افغان ولس ته د افغاني سرې میاشتې له لارې د ورورۍ او مرستې لاس ورکړی. زه هیله لرم چې د ورته بشر پالو مرستو لړۍ نوره هم پراخه شي او د عربستان ورور هېواد له موږ سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.»

په همدې حال کې په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر فیصل بن طلق البقمي هم ډاډ ورکوي چې هېواد به يې له اړمنو افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:« موږ د سرې مياشتې چارواکو له هرکلي مننه کوو او د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري له افغانانو د مرستو ستاينه هم کوو او دغه راز له افغانانو سره د سعودي عربستان د مرستو دوام په اړه ډاډ ورکوو.»

د ملک سلمان خيريه بنسټ له دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله له زيانمنو افغانانو سره بشري مرستې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist