د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډه کې د امریکا د نوي ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې له امريکايي ځواکونو پاتې وسلې به د پیسو په بدل کې بېرته ترلاسه کوي.
محمد نبي عمري وايي، له امریکایي ځواکونو پاتې پوځي وسایط د اسلامي امارت په واک کې دي او په دې تړاو هر ډول فشارونه به پايلې ونه لري.
هغه زیاته کړې:« فکر کوم د نړۍ فشارونو یا د نړۍ ګواښونو ۲۰ کاله یې کار نه دی ورکړی. د نړۍ ګواښونو ۲۰ کاله کار نه دی ورکړی. الحمدالله اوس چې نظام زموږ په لاس کې دی، وسله زموږ په لاس کې ده، هېواد زموږ په لاس کې دی، خاوره زموږ په لاس کې ده، وروسته د الله ج له امداد، دغه اسباس زموږ په لاس کې دي. انشاء الله بیا به هم د نړۍ ګواښونه کار ورنه کړي. هغه کومه پایله ورنه کړي.»
د سرپرست حکومت چارواکي په خپلو څرګندونو کې وایي، د نړیوالو هېوادونو له لوري ورکړل شوي خبرداري او فشارونه د اسلامي نظام او افغانانو پر روحیه هېڅ ډول اغېز نه شي لرلی.
دوی زیاتوي، اسلامي امارت له خپلې خاورې بهرد ناامنۍ د هېڅ ډول هڅو ملاتړ نه کوي او له نړۍ، سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره پر متقابل تعامل ولاړو اړيکو او تعامل ته ژمن دي.
د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي:« خپل استقلال او حریت مو ترلاسه کړ، خپل اسلامي نظام مو راوست. اوس ته پر موږ کار مه لره، تعامل ته تیار شه. راشه! که د افغانستان په ابادۍ کې پانګونه کوې، یوه پروژه خلاصوې، کانونه یې استخراج کوې، د تېلو استخراج کوې، سړکونه جوړوې، انجنیران دې راولېږه، خپل کار وکړه، خو په نظام به کار نه لرې. ګوره! موږ له نړۍ سره بې له دې چې شریعت اجازه رانه کړي، کشمکش نه جوړول نه غواړو.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني همدې مراسمو ته د یوه استولي غږیز پیغام کې له مسوولینو وغوښتل چې له نرمۍ کار واخلي اود نا باوره کسانو پر وړاندې چې د نظام تخریب کوي هېواد ساتنې ته پام وکړي.
حقاني زیاته کړې:« که رسمي مسوولیت مو نه وي، ځان خدايي مسوول وبولئ، اوس په دې نظام باندې ډېر خلک قربان شول، ډېرو خلکو ته ستونزې جوړې شوې، دا نا اهله خلکو ته په لاس ورکول، دا ډېر لوی غفلت دی، دا ډېره لویه تېروتنه ده.»
چارواکو په دې مراسمو کې ډاډ وښود چې اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او خلکو د هوساینې لپاره ټولو هغو پرېکړو ته لومړیتوب ورکوي چې د سولې او ثبات په موخه ترسره کېږي.