Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمري: د نړیوالو هر ډول فشار د نظام او افغانانو پر روحیه ناسم اغېز نه شي کولی

عمري: د نړیوالو هر ډول فشار د نظام او افغانانو پر روحیه ناسم اغېز نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/25

د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډه کې د امریکا د نوي ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې له امريکايي ځواکونو پاتې وسلې به د پیسو په بدل کې بېرته ترلاسه کوي.

محمد نبي عمري وايي، له امریکایي ځواکونو پاتې پوځي وسایط د اسلامي امارت په واک کې دي او په دې تړاو هر ډول فشارونه به پايلې ونه لري.

هغه زیاته کړې:« فکر کوم د نړۍ فشارونو یا د نړۍ ګواښونو ۲۰ کاله یې کار نه دی ورکړی. د نړۍ ګواښونو ۲۰ کاله کار نه دی ورکړی. الحمدالله اوس چې نظام زموږ په لاس کې دی، وسله زموږ په لاس کې ده، هېواد زموږ په لاس کې دی، خاوره زموږ په لاس کې ده، وروسته د الله ج له امداد، دغه اسباس زموږ په لاس کې دي. انشاء الله بیا به هم د نړۍ ګواښونه کار ورنه کړي. هغه کومه پایله ورنه کړي.»

د سرپرست حکومت چارواکي په خپلو څرګندونو کې وایي، د نړیوالو هېوادونو له لوري ورکړل شوي خبرداري او فشارونه د اسلامي نظام او افغانانو پر روحیه هېڅ ډول اغېز نه شي لرلی.

دوی زیاتوي، اسلامي امارت له خپلې خاورې بهرد ناامنۍ د هېڅ ډول هڅو ملاتړ نه کوي او له نړۍ، سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره پر متقابل تعامل ولاړو اړيکو او تعامل ته ژمن دي.

د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي:« خپل استقلال او حریت مو ترلاسه کړ، خپل اسلامي نظام مو راوست. اوس ته پر موږ کار مه لره، تعامل ته تیار شه. راشه! که د افغانستان په ابادۍ کې پانګونه کوې، یوه پروژه خلاصوې، کانونه یې استخراج کوې، د تېلو استخراج کوې، سړکونه جوړوې، انجنیران دې راولېږه، خپل کار وکړه، خو په نظام به کار نه لرې. ګوره! موږ له نړۍ سره بې له دې چې شریعت اجازه رانه کړي، کشمکش نه جوړول نه غواړو.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني همدې مراسمو ته د یوه استولي غږیز پیغام کې له مسوولینو وغوښتل چې له نرمۍ کار واخلي اود  نا باوره کسانو پر وړاندې چې د نظام تخریب کوي هېواد ساتنې ته پام وکړي.

 حقاني زیاته کړې:« که رسمي مسوولیت مو نه وي، ځان خدايي مسوول وبولئ، اوس په دې نظام باندې ډېر خلک قربان شول، ډېرو خلکو ته ستونزې جوړې شوې، دا نا اهله خلکو ته په لاس ورکول، دا ډېر لوی غفلت دی، دا ډېره لویه تېروتنه ده.»  

چارواکو په دې مراسمو کې ډاډ وښود چې اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او خلکو د هوساینې لپاره ټولو هغو پرېکړو ته لومړیتوب ورکوي چې د سولې او ثبات په موخه ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist