د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) د زده کړو نړیوالې ورځې په مناست خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په ښکاره توګه په کې ښځې او نجونې په هره کچه له زدهکړو منع شوې دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« دا مهمه شېبه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره د ژورې خواشینۍ او اندیښنې سره نمانځي چې لاهم د زده کړو له بنسټیز حق محرومې دي. ۱ زر او ۲۲۵ ورځې تېرې شوې دي او ډېر ژر به څلور کاله پوره شي، چې په افغانستان کې واکمنو چارواکو له ۱۲ کلونو پورته عمر لرونکو نجونو ښوونځي ته پر تګ بندیز لګولی.»
خبرپاڼه کې زده کړې د ټولو لپاره اساسي حق بلل شوی او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې نور دې د نجونو پر ښوونځي پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي:« دا یوه خواشینونکې غمېزه ده چې میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له حق محرومې دي. هیڅ یوه هېواد د خپل نفوس د نیمایي برخې په بې واکه کولو او شاته پرېښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زده کړو پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته راستنې شي.»
د زده کړو نړیواله ورځ چې هر کال د جنورۍ پر۲۴مه نمانځل کېږي، د سولې، پرمختګ او برابرۍ د لاسته راوړلو او د ټولو لپاره د مساوي زدهکړو برابرولو په موخه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا نمانځل کیږي.