Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

د زده کړو نړیواله ورځ؛ یوناما د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/25

د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) د زده کړو نړیوالې ورځې په مناست خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په ښکاره توګه په ‌کې ښځې او نجونې په هره کچه له زده‌کړو منع شوې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا مهمه شېبه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره د ژورې خواشینۍ او اندیښنې سره نمانځي چې لاهم د زده کړو له بنسټیز حق محرومې دي. ۱ زر او ۲۲۵  ورځې تېرې شوې دي  او ډېر ژر به څلور کاله پوره شي، چې په افغانستان کې واکمنو چارواکو له ۱۲ کلونو پورته عمر لرونکو نجونو ښوونځي ته پر تګ بندیز لګولی.»

خبرپاڼه کې زده کړې د ټولو لپاره اساسي حق بلل شوی او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې نور دې د نجونو پر ښوونځي پرانیزي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي:«  دا یوه خواشینونکې غمېزه ده چې میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له حق محرومې دي. هیڅ یوه هېواد د خپل نفوس د نیمایي برخې په بې واکه کولو او شاته پرېښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زده کړو پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته راستنې شي.»

د زده کړو نړیواله ورځ چې هر کال د جنورۍ پر۲۴مه نمانځل کېږي، د سولې، پرمختګ او برابرۍ د لاسته راوړلو او د ټولو لپاره د مساوي زده‌کړو برابرولو په موخه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا نمانځل کیږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist