Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روغتیا  چارسمبالی وزیر قلندر عباد رسما معرفي او کار یې پيل کړ

admin by admin
2021/09/25

د روغتیا چارسمبالی  وزیر  قلندر عباد  نن  شنبه د « ۱۴۰۰ کال  د تلې  پر ۳ مه»  د یاد وزارت کارکوونکو ته رسما معرفي او خپله دنده یې پيل کړه.

مولوي شهاب الدین دلاور د عباد پېژندنې په ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، د نوې رهبرۍ په راتګ سره د روغتیا په برخه کې شته ستونزې به لمنځه ولاړې شيي او د زرګونه ناروغانو بهر ته د تګ مخه به ونیول شي.

دلاور وایي، یوازې تېرو شلو کلونو کې ۴ میلیونه کسان په نشه يي  توکو روږدي شوي، چې اوس مهال درملنې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې دلاور له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په  دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

دلاور  زیاته کړه: «امریکا ویل چې په افغانستان کې ترهګر له منځه وړو. موږ د نشه یي توکو د لمنځه وړلو لپاره راغلي یو. دوی نه یوازې نشه يي توکي له منځه یو نه وړل، بلکې ۴ میلیونه کسان یي پر نشي یي توکو روږدي کړل، چې ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان په کې شامل دي.»

نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر قلندر عباد ژمنه وکړه چې لومړیتوب یې روغتیایي سکټور کارکونکو ته تنخوا ورکول، د شته ستونزو پای ته رسول، په زونونو کې روغتونونه جوړول او بهر ته د ناروغانو د تګ مخنیوی کول دي.

عباد زیاته کړه: «زه ژمنه کوم چې د روغتیا په برخه کې به شته ستونزې له منځه یوسم. لومړی به روغتیایي پرسونل ته پر وخت د تنخوا ورکړم.»

د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم وویل په افغانستان کې د روغتیا وزارت او بشردوستانه مرستو په برخه کې له افغانستان ملاتړ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist