Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي اوسرعت د کنټرول لپاره چیک پاینټونه جوړ شوي

بلخ کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي اوسرعت د کنټرول لپاره چیک پاینټونه جوړ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/22

د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره  د مزار شريف- شبرغان او مزار شريف- حیرتان پر لویو لارو داسې چیک پاینټونه اچول شوي چې د موټرو سرعت کنټرولوي، ترڅو د ټرافیکې پېښو مخنیوی وشي.

د بلخ امنیتي چاواکي وايي، د مزار شريف- شبرغان او مزار شريف- حیرتان پر لويو لارو يې د تېز رفتاره موټرو د کنټرول لپاره ١٥ چیک پاینټونه فعاله کړي او ورسره د ټرافیکي پېښو کچه ۹۰ سلنه ټیټه شوې ده.

د بلخ د لويو لارو د ساتنې قوماندان ګلاب آغا وايي: « په تېره یوه میاشت کې د موټرو ترمنځ د ټکرونو کچه کمه شوې. د دې چیک پاینټونو تر جوړېدو مخکې هره ورځ دوه یا درې ټکرونه کېدل، مګر اوس په ټوله میاشت کې یوازې درې ټکره لرو. موږ د بلخ او حیرتانو پر سړکونو ۲۴ساعته چیک پاینټونه لرو.»

پرچیک پاینټونو ولاړ کسان وايي، د موټرو د سرعت کنټرولولو ترڅنګ، موټرچلوونکو ته سپارښتنې هم کوي، ترڅو د موټر چلولو پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي.

د لویو لارو پولیس خیال زمان وايي: « موږ د دوی د امنیت لپاره ولاړ یو او پوښتنه ترې کوو. موږ له دوی غواړو چې په لویو لارو په کرار لاړ شي او سرعت کنټرول کړي. همدارنګه له دوی پوښتنه کوو چې آیا له چیک پاینټونو خو ناراض نه یاست، یا مو څوک نه په تکلیفوي، هغوی د رضایت ډاډ راکړی.»

د مزار شريف- شبرغان لویې لارې موټرچلونکي او مسافر د امنیتي چارواکو له دې اقدام هرکلی کوي او د مسافرو لاښه خونديتوب لپاره د یادو چیک پاینټونو زیاتوالی غواړي.

د مزار – شبرغان لویې لارې یو موټر چلوونکی وايي:« له جورجان مزارشریف ته روان یم. دا چیک پاینټونه د خلکو د امنیت لپاره دي او د موټرو د ډېر سرعت او ټکر مخنیوی کوي. له دې وړاندې پر دې لار ډېرې پېښې کېدې، خو اوس یو څه کنټرول شوې دي. دا چیک پاینټونه هم د امنیت او هم د ټکرو د مخینوي لپاره ښه دي، موږ له اسلامي امارت خوشاله یو.»

د لویې لارې یو تن مسافر وايي: « د سړکونو امنیت ښه شوی، چیک پاینټونه او کمربندونه اچول شوي او موټر نه پرېږدي چې سرعت ډېر کړي. له دې امله پېښې هم ډېرې کمې شوې دي.»

د مزار شريف- شبرغان او مزار شريف- حیرتان لارې د هېواد په شمال کې یو له هغو خونړیو لارو بلل کېدې چې نږدې هره ورځ به په کې د ټرافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښته.

د بلخ ټرافیکو مدیریت د مالوماتو له مخې، روان کال پر يادو لارو ۱۲۴ ټرافیکي پېښې شوې چې په کې ۱۲۳کسانو ژوند بايللی او ۱۷۷ نور ژوبل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist