Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: تفریحي پارکونو ته د سېلانیانو ورتګ بیا زیات شوی

admin by admin
2021/09/25

افغانستان ته د اسلامي امارت تر راتګ وروسته خصوصي او دولتي پارکونو ته د خلکو ورتګ په زياته کچه کم رنګه شوی و، خو تازه په پغمان کې دا لسګونه کسان چې له ډېریو سره یې کورنۍ هم دي، د تفريح او چکر له پاره راغلي دي.

 د تفرېح له پاره راغلي کسان خوښ دي چې امنيتي وضعيت ښه شوی او په ډاډه زړه پارکونو او میله ځایونو ته ځي.

کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «نه يې څوک موبايل غلا کولای شي، نه يې کالي غلا کولای شي، د شپې تر شپږو بجو پورې. نه څوک سړی اختطاف کولای شي، عام امنيت ښه ټينګ دی. د دنيا افغانانو ته ډاډ ورکوو چې راشئ! دلته سيل وکړئ ستاسې هېواد دی تاسې سيل وکړئ.»

د کابل ښار یو تن بل اوسېدونکی وايي: «ملګرو ټولو ته اوس پته ولږېده چې فضاء اوس امن ده. دلته خلک خوشاله دي، سوله چې مو غوښته، خو همدا ده که نه. نور ټول خلک خوشاله دي. څوک چې وخت ولري مېله کوي.»

ځینې سيلانيان په دې خوښ و چې له تفريحي ځايونو هغه کسان لرې شوي، چې نشه يي مواد يې استعمالول او خلکو ته یې ستونزې جوړولې.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «له حده زياته ستونزه وه، دې چمن کې مخکې شرابيان او چرسيان ګرځېدل. چا په کې خرڅول او چا پکې څښل اوس هېڅوک نشته دی. دا اوس ډېر کم شوي دي. که په پارک کې وي، که په بل ځای کې،هغوی چې چرس څښي اوس خپله هم وېريږي چې طالبان به مو ووهي.»

ياده ولسوالۍ کې د پغمان قصر نظامي مسول وویل، د پارک ساتنه يې مسووليت دی او خلکو ته یې د امنیت ډاډ ورکړ.

د پغمان ماڼۍ نظامي مسوول وايي: «په دې شکل ډاډ ورکو چې يوه ساحه مو خاص فاميلونو ته ځانګړې کړې ده، د هغوی له پاره مسجد، اوبه او تشناب هر ځای جدا دی. کولای شي ټول هېوادوال په آزادانه ډول راشي او سيل وکړي. »

د ياد طالب چارواکي په خبره هڅه کوي، په ياد پارک او نورو اړوندو مېله ځايونو کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په عايداتي سرچېنو يې هم کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist