Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: کندهار کې  د ځنې طبي بوټو ډولونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

admin by admin
2021/09/22

د کندهار ولایت کرنې ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې شااوخوا۴۰ قلمه طبي بوټي شته، خو په خبره په غير قانوني ډول د حاصلاتو ټولولو له امله یې ډېره برخه د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.

د یاد ریاست د طبیعي سرچېنو امر حامد سادات وايي، شیرین بویه، خوږولې او هنجه د طبي بوټو له هغو ډولونو څخه دي،چې د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې يې ښه بازار او لوړ نوم درلود، خو اوس یې نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.

سادات زیاته کړه:« د کندهار هغو سیمو کې چې طبي بوټي پهع کې د ورکېدو په حال کې دي، تېرو کلونو کې په کې دغه بوټي په پراخه توګه پیدا کیدل. د دغو بوټو نسل ځکه له ګواښ سره مخ دی، چې راټولونه یې په نامسلکي توګه کیدله.»

 سادات وايي، د کندهار طبي بوټي لوړ نوم لري، که په معیاري بڼه یې ساتنه وشي دا وړتیا لري چې د هند تر څنګ یې ګڼو نورو هېوادونو ته صادرات وشي.

په کندهار کې د يوناني ډاکترانو ټولنې غړي او د طبي بوټو سوداګر هم وايي، پخوا په دغه ولايت کې په لوړه کچه بېلابېل طبي بوټي پيدا کېدل، خو اوس د خپلسري ټولونې له امله لږ شوي.  

دوی وایي، له دې امله اړ شوي،چې په یوناني درملو کې کارېدونکي بوټي له نورو هېوادونو په څو چنده لوړ قیمت وپلوري.

د یوناني ډاکټرانو د ټولنې غړي کبیر غفوري وايي:«موږ اوس اړ شوي یو،چې د خپلو یوناني درملو لپاره له نورو هېوادونو  طبي بوټي راوړو، ځکه دلته اوس نه پیدا کېږي.»

د کندهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې بېلابیل طبي بوټي شته، خو په ځانګړې توګه شیرین بویه او هنجه د افغانستان له شمالي ولایتونو بدخشان، تخار، بلخ او سمنګانه لاس ته راځي.

تر دې وړاندې د کرنې وزرات ویلي وو، چې ځینو ولایتونو کې یې یو شمېر سیمې چې طبي بوټي یې له ګواښ سره مخ وې، قرنطین کړې وې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

طبي بوټي د افغانستان د صارداتو په نوملړ کې پنځم ځای لري،چې ډېره برخه یې هند هېواد ته لېږل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist