د افغانستان کرېکټ بورډ مشر غزیز الله فضلي د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال وږي پر ۳۰ مه» د یوې خبرې ناستې پر مهال هغه اوازې رد کړې،چې ګواکې د کریکټ نړیواله شورا پر افغان کرېکټ بورد بندیزونه لګوي.
فضلي له نړيوالو سره په ښو اړيکو ټينګار وکړ او ډاډ یې وښود،چې له اسټراليا سره یې د ښځو کرېکټ اړوند خبرې شوي دي.
فضلي زیاتوي:«موږ په رسمي توګه د اسټراليا له کرېکټ بورډ سره خبرې کړي دي.زموږ ښځينه اداري کارکونکي خپلو دندو ته راځي او زموږ ښځينه لوبډله افغانستان کې ده، دا ستونزه هواره شوې ده.»
فضلي وايي، د نړيوال جام لپاره به لوبډله له يو بل چاڼ تېره او ډېر ژر به متحدو عربي اماراتو ته واستول شي.
نږدې يوه مياشت نړيوال جام ته پاتې ده، افغانستان ورته شل کسيزه لوبډله وړاندې اعلان کړې،خو اوس د دې لوبډلې څخه پنځلس کسيزه انتخابوي.
فضلي د دې ادارې د اجرائیه مشر د لېرې کېدو دليل ناروغي ښودلې،په داسې حال کې چې حامد شينواري بيا داسې څه نه دي ويلي.
فضلي وايي:« مخکینی اجرائيه مشر په طب برخه کې زده کړې کړې وې او افغانستان ورته اړتيا لري. له کورونا وبا وروسته هغه له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و او پښې يې پړسېدلې.»
نړيوال جام ته شااوخوا يوه مياشت پاتې ده خو ملي لوبډله کابل کې ده او تمرينات یې شروع کړي.
فضلي زیاتوي:« د ملي لوبډلې په وېزو کار روان دی. دا زموږ کار نه دی د نړيوالې شورا کار دی،چې لوبغاړو ته وېزې واخلي،خو بيا هم موږ یې ورسره تعقيبوو،ترڅو لوبغاړو ته وېزې واخلو چې نړیوال جام ته پر وخت ورسېږي.»
ورته مهال افغان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه هم اعلان کړه،چې د نړيوال جام لپاره په اعلان شوې لوبډله کې بدلون راولي او له شل کسيزې لوبډلې به پنځلس کسيزه ټاکي.