Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فضلي: د کرېکټ نړیواله شورا پر افغان کرېکټ بورډ بندیزونه نه  لګوي

admin by admin
2021/09/22

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر غزیز الله فضلي د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال وږي پر ۳۰ مه» د یوې خبرې ناستې پر مهال هغه اوازې رد کړې،چې ګواکې د کریکټ نړیواله شورا پر افغان کرېکټ بورد بندیزونه لګوي. 

فضلي له نړيوالو سره په ښو اړيکو ټينګار وکړ او ډاډ یې وښود،چې له اسټراليا سره یې د ښځو کرېکټ اړوند خبرې شوي دي.

فضلي زیاتوي:«موږ په رسمي توګه د اسټراليا له کرېکټ بورډ سره خبرې کړي دي.زموږ ښځينه اداري کارکونکي خپلو دندو ته راځي او زموږ ښځينه لوبډله افغانستان کې ده، دا ستونزه هواره شوې ده.»

فضلي وايي، د نړيوال جام لپاره به لوبډله له يو بل چاڼ تېره او ډېر ژر به متحدو عربي اماراتو ته واستول شي.

نږدې يوه مياشت نړيوال جام ته پاتې ده، افغانستان ورته شل کسيزه لوبډله وړاندې اعلان کړې،خو اوس د دې لوبډلې څخه پنځلس کسيزه انتخابوي.

فضلي  د دې ادارې د  اجرائیه مشر د لېرې کېدو دليل ناروغي ښودلې،په داسې حال کې چې حامد شينواري بيا داسې څه نه دي ويلي.

فضلي وايي:« مخکینی اجرائيه  مشر  په طب برخه کې زده کړې کړې وې او افغانستان ورته اړتيا لري. له کورونا وبا وروسته هغه له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و او پښې يې پړسېدلې.»

نړيوال جام ته شااوخوا يوه مياشت پاتې ده خو ملي لوبډله کابل کې ده او تمرينات یې شروع کړي.

فضلي زیاتوي:« د ملي لوبډلې په وېزو کار روان دی. دا زموږ کار نه دی د نړيوالې شورا کار دی،چې لوبغاړو ته وېزې واخلي،خو بيا هم موږ یې ورسره تعقيبوو،ترڅو لوبغاړو ته وېزې واخلو چې نړیوال جام ته پر وخت ورسېږي.»

ورته مهال افغان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه هم اعلان کړه،چې د نړيوال جام لپاره په اعلان شوې لوبډله کې بدلون راولي او له شل کسيزې لوبډلې به پنځلس کسيزه ټاکي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist