Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

متقي د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/11

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته  د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د اقتصاد له وزير سره لیدلي او دواړو په افغاستان کې د پانګونې پر رامنځته شویو فرصتونو سربېره، پر سوداګريزو همکاریو، د کانونو پر استخراج، د کرنې پر مکانیزه کولو، کرنیزو محصولاتو ته پر بازار موندنې، د سوداګرۍ پر اسانولو او پراختيا او عربي اماراتو ته د کارګرانو پر لېږلو بحث کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضيا احمد تکل وايي: « په دې کتنه کې د کانونو د استخراج، د کرنې مکانیزه کولو، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو، د بانکي اړیکو د عادي کولو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو په باب هر اړخیز او تفصیلي بحثونه ترسره کړل.»

د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر بیا د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او ترڅنګ يې دواړو لورو هوکړه کړې چې ياد هدف ته د رسېدو لپاره به د پروګرامونو تطبيق په موخه تخنيکي ټيمونه وګوماري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د دغې ناستې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د یادو مواردو د ښه تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي؛ ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پياوړې کړي.»

له دې سره په یوه وخت، سوداګر د متحده عربي اماراتو له لوري د وېزو په صادرولو کې د ستونزو له امله شکايت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې له ياد هېواد سره دغه او د دوی نورې ستونزې حل کړي.

سوداګر عزت‌الله نیازی وايي: « دغه د وېزو په برخه کې له څه مودې راهیسې مشکلات دي. هیله مو دا ده کوم پلاوی چې د متقي صاحب پر مشرۍ اماراتو ته راغلی، د وېزو په برخه کې هم له اړوند ادارو او چارواکو سره خبرې وکړي او ترې وغواړي چې دا ستونزه حل کړي.»

که څه هم سرپرست حکومت په تېرو درې نیمو کالو کې له متحده عربي اماراتو سره فعالې ډیپلوماتیکې اړیکې درلودې، خو تر اوسه یې هم پر رسمیت نه دی پېژندلی.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول لیدنې د افغانستان او متحده عربي اماراتو په ګټه بولي او ټینګار کوي، چې له عربي هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا سره به افغاني توکو ته بازار موندنه وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « موږ باید هڅه وکړو د خپلو داخلي تولیداتو د فروش لپاره په خلیج هېوادونو کې نوي بازارونه رامنځته او پيدا کړو.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « دغه لیدنې او د پانګونې لپاره هڅې پر اقتصادي سکټور مثبت اغېز لري او نورو نړیوالو پانګوالو ته لاره هواروي.» 

له دې مخکې د اسلامي امارت او د هند د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو هم په ګډه لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ، پر ګڼو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هندي لوري ته له افغان خاورې د هر راز امنیتي ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکولو ترڅنګ، له ياد هېواد سره د ډېپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist