Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: د پاکستان پوځ داعش ته روزنه او په افغانستان کې د بريدونو لپاره وسلې ورکوي

ستانکزی: د پاکستان پوځ داعش ته روزنه او په افغانستان کې د بريدونو لپاره وسلې ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی شمشاد سره په ځانګړو خبرو کې وايي، داسې شواهد ورسره دي چې څرګندوي داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او د دې هېواد د پوځ له لوري روزنه ورکول کېږي، تجهیز او سمبالېږي او بیا یې افغانستان ته د بریدونو لپاره راستوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی زیاتوي:« موږ د دې ثبوت لرو او دا مو څو څو وارې ویلي دي. موږ سره اوس هم داعشیان شته او د هغوی له اقرار او ویډیوګانو ښکاري چې زموږ په ګاونډ کې، متأسفانه باید ووایم چې پاکستان کې مرکزونه لري، هلته روزنه ورکول کېږي، د پاکستان پوځیان دوی ته روزنه او وسلې ورکوي او بیا یې افغانستان ته رالېږي. خو موږ تصفیه کړي او له منځه مو وړي دي.»

د پوځي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « پاکستان په لر او بر افغان خاوره کې د جګړې، تاوتریخوالي او کړکېچ رامنځته کولو عمیقه ستراتیژي لري. په دې خاوره کې جګړه کول د پاکستان د نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستاني پوځیانو په فکر د حل لاره ده. باید په ډېر دقت او سیاسي شعور سره د دې جګړې پر وړاندې تدابیر ونیول شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغه راز وايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې، د پاکستان بې پیلوټه یا ډرون الوتکې وخت ناوخت د افغانستان حريم ته ننوځي او د دې ترڅنګ یې امریکا ته هم له خپلې خاورې د ورته کار لپاره د استفادې اجازه ورکړې.

شېر محمد عباس ستانکزی وايي: « ډرون چې راپور ته کېږي، زموږ معلومات ښيي چې ټول له پاکستان څخه راځي او د پاکستان له لارې راپورته کېږي. پاکستان خپل هوايي ډګرونه د امریکایانو په خدمت کې ورکړي او په مقابل کې له امریکا پیسې اخلي. په دې کې نه یوازې د امریکا ډرون راځي بلکې زموږ استخباراتي معلومات ښيي چې د پاکستان ډرون هم دلته راځي او د افغانستان پر حریم تېری کوي.»

د بهرنيو چارو وزارت دغه جګ پوړی چارواکی زیاتوي، سرپرست حکومت له امریکا سره د اړیکو ټینګښت ته لیواله دی او تمه لري چې د ډونالډ ټرمپ حکومت په راتګ سره به پر افغانستان لګیدلي بندیزونه لرې شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دې اړه وايي: « له ټرمپ څخه زموږ تمه دا ده چې د بایډن پالیسۍ له منځه یوسي، مثبت قدم واخلي او رامخته شي. د افغانستان اسلامي امارت دېته لېواله دی چې له دوی سره دوستانه اړیکې ولري. موږ کوم مشکل نه ورسره لرو او امید کوو چې د ټرمپ په نوې دوره کې بندیزونه لرې شي او د رسمیت خبره عملي شي، افغانستان او امریکا د دوستۍ اړیکې ولري.»

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره، د دوحې تړون پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو حکومت مکلف و چې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت وپېژني او همدا راز په کابل کې خپل سفارت فعال وساتي، خو د دوی په خبره، د یاد تړون دغه بندونه لاهم نه دي عملي شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist