Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړېدو چارې پيل شوې

admin by admin
2021/09/19

د پکتیا مرستیال والي محمد طله وايي، په مرکز ګردیز ښار کې د یونسیف له لوري د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې. 

طله وایي، د اوبو رسولو دغې شبکې چارې به تر راتلوونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه:« د خوښۍ ځای دی، چې ګردیز ښار کې د یونسیف له لوري د شااوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو پروژه پلې کېږي. موږ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوو.»

د یونسیف استازی فضل عاصم وایي، د دغې پروژې په پلي کیدو سره به  سیمه کې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

عاصم زیاتوي:«د دغې پروژې مالي لګښت یونسیف ورکوي او په پلي کېدو سره به یې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.»

د سېمې اوسېدونکي بیا وايي، له ډېرې مودې راهیسې د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي او د دغې شبکې په بشپړېدو سره به د اوبو ستونزه هواره شي.

د ګردیز یوتن اوسېدونکی وايي:« له ډېرې مودې راهیسې د اوبو له کموالي سره مخامخ یو. یوه څاه په ۷۰ مترونو کې اوبه ورکوي، چې د ډېرو خلکو وس ورته نه رسېږي او که دغه پروژه پلې شي، زموږ د اوبو ستونزه به هواره شي.»

د مرکز ګردیز ښار یو بل اوسېدونکی وايي:« الحمدلله موږ ډېر خوشاله یو، چې سیمه کې مو د اوبو رسولو شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې، دغه خلک د اوبو کموالي له ستونزې سره مخ دي.»

د پکتیا مرستیال والي محمد طله له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې دغه ولایت کې دې بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړي او دوی یې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist