• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۱۹
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ ملګرو ملتونو له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې

نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ ملګرو ملتونو له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/02

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري په نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځولو پرېکړې په اړه لا هم کورني او بهرني غبرګونونه دوام لري.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ستر کمېشنر ولکر ټرک دغه پرېکړه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او وايي، دا پرېکړه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده بلکې ښکاره تبعيضي عمل هم دی.

 د ټرک په خبره، په نا دولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځول په افغانستان کې پر بشري وضعيت ناوړه پايلې لرلی شي؛ ځکه په يادو ادارو کې د ښځو له لوري کار کول د ژوند ژغورنې اړوند مرستو په رسولو کې مهم دي.

هغه په دې اړه وايي:« زه د افغانستان واکمنو چارواکو وروستۍ اعلامیې ته چې په نادولتي ادارو کې د ښځو ګومارنې په صورت کې به د یادو ادارو جوازونه لغوه کوي، سخت اندېښمن یم. دغه کړنلاره په بشپړه توګه تېروتنه ده چې ترسره کېږي. په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی.»

ښځې هم په نا دولتي ادارو کې د ښځو کار بندولو له امله خواشينې دي او وایي، دغه ډول پرېکړې د ستونزو کمولو پر ځای ستونزې لا زياتولی شي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د کار او زده کړو په برخو کې دې پر ښځو ساحه نه تنګوي. صنعتکاره هیله مایار وايي: « کله چې د ښځو پر کارونو بندیز لګول کېږي، دوی له دې امله ډېرې اغېزمنېږي؛ ځکه چې ځینې ښځې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او داسې څوک یې نه شته چې د کور لګښتونه یې ورکړي. زه له دولت هیله لرم چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او په راتلونکي کې یې بېرته واخلي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم د مرستو په رسولو او نورو عامه برخو کې د ښځو رول مهم ګڼي او له همدې کبله پر يادې پرېکړې له سره د غور کولو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د مرستو رسولو هغه ادارې چې په افغانستان کې فعالیت لري، ښځو ته اړتیا لري ترڅو د دوی مرستې تر نورو ښځو او کورنیو پورې ورسوي. اسلامي امارت باید په دې اړه غور او فکر وکړي.»   

خو د اقتصاد وزارت مسوولین له دې بنديز هغه ښځې مستثنا بولي چې د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې کار کوي؛ ځکه د دوی په خبره، يادو ادارو ته د فعاليت جواز بهرنيو چارو وزارت ورکړی نه اقتصاد وزارت.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « اقتصاد وزارت د غیر امارتي ادارو د فعالیتونو او د پروژو د ښه پلي کېدو لپاره د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې، اړینې آسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو په بېلابېلو برخو کې پروژې په خپل وخت تطبیق او د بشري مرستو پروسې د کړندیتوب ترڅنګ د غیر امارتي او سکټوري ادارو ترمنځ د همکارۍ روحیه لا پیاوړې کړي.»

تېره یکشنبه اقتصاد وزارت یو ځل بیا په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د دندو پر درولو ټينګار وکړ او دا يې هم ويلي و چې په دې برخه کې د نادولتي ادارو نه همکاري ښايي د دوی د فعاليت جوازو د لغو کېدو په بيه تمام شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -