« د ډېسمبر پر ۱۱ مه د کډوالو چارو وزارت کې دننه ځانمرګی برید وشو چې د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په ګډون په کې ۱۱ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپيان شول.
د سپمټبر پر ۲ مه د کابل دارالامان سیمه کې د لویې څارنوالۍ پر مامورینو ځانمرګی برید وشو چې له امله ۱۴ تنه شهیدان او ۶ نور ټپيان شول.
د سپټمبر پر ۱۲ مه دایکندي کې پر اهل تشیع وګړو وسله وال برید ترسره شو چې پایله کې یې ۱۴ تنه شهیدان او ۶ نور ټپیان شول.
د د نومبر پر ۲۲ مه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر عبادت کوونکو برید وشو. په دې برید کې ۱۱ کسان شهیدان شول.
د مې پر ۱۷ مه بامیانو ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو وسله وال برید وشو. په دغه برید کې د ۳ بهرنیونیانو په ګډون ۴ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.»
په همدې کال کې د نیمروز ولایت مقام دننه برید، د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ټونس ډوله موټر چاودنه او د شیخ زاید روغتون مخې ته وروستۍ چاودنه هغه نورې امنیتي پېښې وې چې مرګ ژوبله یې لرله.
د دې ټولو بریدونو مسولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « ۲۰۲۴ کال د تېر کال په نسبت موږ د ډېرو کمو امنیتي پېښو شاهدان وو. امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو په ګډه او همغږې توګه امنیتي پلان په ښه توګه تطبیق کړی و او ټول امنیتي ارګانونه په خپلو چارو کې بریالي وو. د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې هم کوټلي ګامونه اخیستل شوې دي.»
د اسلامي امارت کشفي او امنیتي ځواکونو هم په تیرو ۱۲ میاشتو کې پر مخالفې وسله والې داعش ډلې عملیاتونه ترسره کړي او سربېره پر دې چې درانه تلفات یې ور اړولي، یو شمېر مهم غړي یې نیولي هم دي چې پاکستاني او تاجکستاني اتباع په کې شامل دي.
افغانستان کې د داعش خراسان ډلې نیول شوی غړی وايي: « تقریبا ً درې کاله کېږي چې زه عملا ً له داعش ډلې سره کار کوم. ما په دې ډله کې مختلف فعالیتونه ترسره کړي چې له جملې یې یو په درالامان کې د فرامینو او تعقیب لوی ریاست باندې برید و.»
د داعش یو بل غړی وايي: « شپږ کاله کېږي چې له داعش ډلې سره فعالیت کوم او د جمهوریت پرمهال هم بندي وم.»
د داعش یو بهرنی غړی وايي: « زه رسول د دلاور زوی د تاجکستان هېواد د کوم سنګیر ولایت یم. په داعش کې زما نوم عثمان دی او یو نیم کال مخکې دغې ډلې ته بلل شوی یم. د داعش له خوا د ټیلګرام له لارې په پاکستان هېواد کې لارښونه راته کېده.»
له دې پېښو ورهاخوا، د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو بمباري، د افغان لوري ځوابي بریدونه او له ایران سره پر ګډه پوله نښتې هم د همدې کال نورې مهمې امنیتي پېښې وې.
د ۲۰۲۴زېږدیز کال د مارچ پر ۱۷ مه پاکستاني جېټ الوتکو د خوست او پکتیکا په سپېرې او برمل ولسوالیو هوايي بریدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۸ تنه ملکي وکړي شهيدان او يو شمېر نور ټپیان شول.
د همدې کال د ډېسمبر پر ۲۴مه پاکستان د دویم ځل لپاره د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند یو کلی بمبار کړ چې په پایله کې يې شاوخوا ۹۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
همدارنګه، پر ډېورنډ فرضي کرښه له پاکستاني او دغه راز ایران سره پر ګډه پوله ایراني پوله ساتو سره د افغان ځواکونو جګړو کې هم ښکېلو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسلامي امارت دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي: « له جنوب ختيځ استقامته د فرضې کرښې ها خواته په څو ټکو کې د هغو شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پټنځایونه او مرکزونه په انتقامي بڼه تر برید لاندې نیول شوې چې په افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.»
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د طالبانو له حاکمیت څخه تر نن ورځې پورې په افغانستان کې سوله او امنیت تأمین شوي. که څه هم یو شمېر پېښې ترسره کېږي او ترسره شوې دي، خو دا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترسره کېږي.»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په ټوله کې له امنیتي لحاظه ښه کال و، ډېرې لویې پېښې ونه شوې، د پخوا په څېر د افغانانو درنه مرګ ژوبله ونه شوه، د داعش مخنیوی وشو، د نورو افراطي ډلو مخنیوی شوی او ډېری بهرنیان او سېلانیان د امنیت ښه کېدو له امله افغانستان ته راغلل.»
په ۲۰۲۴زېږدیز کال د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو له لوري د داعش او نورو ورته وسله والو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې هغه څه وو چې د ملګرو ملتونو د غونډو په ګډون نږدې په هره سیمه ییزه او نړیواله ناسته کې یې په اړه اندېښنه ښودل شوې.
اسلامي امارت هر ځل دغه اندېښنې په کلکه رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد او ملت پر ضد ونه کارول شي.
چارواکو نورو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې د دغه شان بې بنسټه ادعاوو او تور پورې کولو پر ځای دې خپلې داخلي ستونزې په خپله حل کړي.