Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ۲۰۲۴ کال پای؛ امنیتي برخه کې لاسته راوړنې او خنډونه څه وو؟

د ۲۰۲۴ کال پای؛ امنیتي برخه کې لاسته راوړنې او خنډونه څه وو؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/01

سره له دې چې په ۲۰۲۴زېږدیز کال په هېواد کې د نورو کالونو پرتله امنیت خوندي و، خو دا کال له پېچلو او خونړیو بریدونو تش هم نه و.

د دې کال تر ټولو لویه امنیتي پېښه د ډسمبر پر ۱۱مه په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ځانمرګی برید و چې له امله یې د دې وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه په شهادت ورسېدل.

له دې بريد وړاندې د سپټمبر پر دویمه نېټه په یوه ځانمرګي برید کې چې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ترسره شو، د فرمانونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست ۱۴ کارکوونکي شهیدان او د نا دولتي خلکو په ګډون یو شمیر نور ژوبل شول.

د همدې میاشتې پر ۱۲مه نېټه د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ غځېدل لار کې یوه ډله اهل تشيع وګړي په ډزو شهیدان شول.

د کال څلورمه مرګونې پېښه د بغلان؛ نهرین ولسوالۍ اړوند په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو وسله ‌وال برید و.

 په دې بريد کې چې د تېرې نومبر میاشتې پر۲۲مه وشو، ۱۱تنه ملکي وګړي په کې په شهادت ورسېدل، د همدې کال د مې پر ۱۷مه په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو وسله ‌وال برید ترسره شو او د درېیو هسپانوي وګړو په ګډون څلور تنه په ‌کې ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.


۲۰۲۴ کال کې پېچلي او خونړي بریدونه

« د ډېسمبر پر ۱۱ مه د  کډوالو چارو وزارت کې دننه ځانمرګی برید وشو چې د  سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په ګډون په کې ۱۱ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپيان شول.  

د سپمټبر پر ۲ مه د  کابل دارالامان سیمه کې د لویې څارنوالۍ پر مامورینو ځانمرګی برید وشو چې له امله ۱۴ تنه شهیدان او ۶ نور ټپيان شول.

د سپټمبر پر ۱۲ مه دایکندي کې پر اهل تشیع وګړو وسله وال برید ترسره  شو چې پایله کې یې ۱۴ تنه شهیدان او ۶ نور ټپیان شول.

د د نومبر پر ۲۲ مه  د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې  پر عبادت کوونکو برید وشو. په دې برید کې ۱۱ کسان شهیدان شول.

د مې پر ۱۷ مه بامیانو ولایت کې پر  بهرنیو سیلانیانو وسله وال برید وشو. په دغه برید کې د ۳ بهرنیونیانو په ګډون ۴ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.»

په همدې کال کې د نیمروز ولایت مقام دننه برید، د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ټونس ډوله موټر چاودنه او د شیخ زاید روغتون مخې ته وروستۍ چاودنه هغه نورې امنیتي پېښې وې چې مرګ ژوبله یې لرله.

د دې ټولو بریدونو مسولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « ۲۰۲۴ کال د تېر کال په نسبت موږ د ډېرو کمو امنیتي پېښو شاهدان وو. امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو په ګډه او همغږې توګه امنیتي پلان په ښه توګه تطبیق کړی و او ټول امنیتي ارګانونه په خپلو چارو کې بریالي وو. د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې هم کوټلي ګامونه اخیستل شوې دي.»

د اسلامي ‌امارت کشفي او امنیتي ځواکونو هم په تیرو ۱۲ میاشتو کې پر مخالفې وسله ‌والې داعش ډلې عملیاتونه ترسره کړي او سربېره پر دې چې درانه تلفات یې ور اړولي، یو شمېر مهم غړي یې نیولي هم دي چې پاکستاني او تاجکستاني اتباع په کې شامل دي.

افغانستان کې د داعش خراسان ډلې نیول شوی غړی وايي: « تقریبا ً درې کاله کېږي چې زه عملا ً له داعش ډلې سره کار کوم. ما په دې ډله کې مختلف فعالیتونه ترسره کړي چې له جملې یې یو په درالامان کې د فرامینو او تعقیب لوی ریاست باندې برید و.»

د داعش یو بل غړی وايي: « شپږ کاله کېږي چې له داعش ډلې سره فعالیت کوم او د جمهوریت پرمهال هم بندي وم.»

د داعش یو بهرنی غړی وايي: « زه رسول د دلاور زوی د تاجکستان هېواد د کوم سنګیر ولایت یم. په داعش کې زما نوم عثمان دی او یو نیم کال مخکې دغې ډلې ته بلل شوی یم. د داعش له خوا د ټیلګرام له لارې په پاکستان هېواد کې لارښونه راته کېده.»

له دې پېښو ورهاخوا، د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو بمباري، د افغان لوري ځوابي بریدونه او له ایران سره پر ګډه پوله نښتې هم د همدې کال نورې مهمې امنیتي پېښې وې.

د ۲۰۲۴زېږدیز کال د مارچ پر ۱۷ مه پاکستاني جېټ الوتکو د خوست او پکتیکا په سپېرې او برمل ولسوالیو هوايي بریدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۸ تنه ملکي وکړي شهيدان او يو شمېر نور ټپیان شول.

د همدې کال د ډېسمبر پر ۲۴مه پاکستان د دویم ځل لپاره د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند یو کلی بمبار کړ چې په پایله کې يې شاوخوا ۹۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

همدارنګه، پر ډېورنډ فرضي کرښه له پاکستاني او دغه راز ایران سره پر ګډه پوله ایراني پوله ساتو سره د افغان ځواکونو جګړو کې هم ښکېلو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: « له جنوب ختيځ استقامته د فرضې کرښې ها خواته په څو ټکو کې د هغو شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پټنځایونه او مرکزونه په انتقامي بڼه تر برید لاندې نیول شوې چې په افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د طالبانو له حاکمیت څخه تر نن ورځې پورې په افغانستان کې سوله او امنیت تأمین شوي. که څه هم یو شمېر پېښې ترسره کېږي او ترسره شوې دي، خو دا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترسره کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په ټوله کې له امنیتي لحاظه ښه کال و، ډېرې لویې پېښې ونه شوې، د پخوا په څېر د افغانانو درنه مرګ ژوبله ونه شوه، د داعش مخنیوی وشو، د نورو افراطي ډلو مخنیوی شوی او ډېری بهرنیان او سېلانیان د امنیت ښه کېدو له امله افغانستان ته راغلل.»

په ۲۰۲۴زېږدیز کال د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو له لوري د داعش او نورو ورته وسله ‌والو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې هغه څه وو چې د ملګرو ملتونو د غونډو په ګډون نږدې په هره سیمه ‌ییزه او نړیواله ناسته کې یې په اړه اندېښنه ښودل شوې.

 اسلامي امارت هر ځل دغه اندېښنې په کلکه رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد او ملت پر ضد ونه کارول شي.

چارواکو نورو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې د دغه شان بې بنسټه ادعاوو او تور پورې کولو پر ځای دې خپلې داخلي ستونزې په خپله حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist