Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړیوال دې  جینوا کنفرانس کې له افغانانو سره بشري مرستي وکړي

admin by admin
2021/09/12

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ناورین مخنیوي په موخه د سویس په جنیوا کې یو لوی کنفرانس ته تابیا نیولې او تمه ده، ګڼ هېوادونه او سازمانونه په دې غونډه کې افغانستان سره بشري مرستې اعلان کړي.

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په دې کنفرانس کې دې  مرستو جلبولو سربیره د افغانستان په چارو کې د ګاونډيو هېوادونو د مخنیوي غوښتنه هم وشي.

د سیاسي چارو شنونکی هلمند هلمند وايي:« د جینوا کنفرانس کي دې  د افغانانو د فقر په تړاو ګټورې مرستي وشي،ځکه افغانان په سخت اقتصادي بحران کي قرار لري.»

اخوا یو شمېر نور بیا ټینګار کوي،چې د کنفرانس غړي هېوادونه او بنسټونه دې د افغانانو وضعیت ته په کتو مرستې وکړي او نه دې پرېږدي،چې میلیونونه افغانان له ناورین سره مخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي:« نړیوال دې له طالبانو سره مذاکرات وکړي. افغانانو سره دې مرستي وشي او افغان ولس دې په نظر کي ونیسي،چي دامهال له سختو ستونزو سره مخ دی.»

بل پلو د  اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، د کېدونکې مرستې یوه برخه دې په بنسټیزو پروژو ولګول شي،تر څو افغانانو ته اوږدمهاله کاري فرصتونه برابر کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نجم الدین سیاس وايي:« دافغانانو د اقتصادي فقر د مخنیوي ترڅنګ په زیر بناو هم کار وشي،ځکه دا مهال افغانستان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.»

له افغانستان سره د بسپنې راټولولو په دغه نړیوال کنفرانس کې چې د دوشنبې په ورځ د سویس جنیوا ښار کې جوړېږي،ملګري ملتونه هڅه کوي،نړیوال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د بېړنیو مرستو ژمنې وکړي.

ملګري ملتونه وايي دامهال اتلس میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نړيواله ټولنه مسوولیت لري،چې افغانانو سره مرستې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist