Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکمتیار: له سرپرستې کابېنې ملاتړ کوو

admin by admin
2021/09/11

د افغانستان  حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو  اسلامي امارت له اعلان شوې سرپرستې کابینې ملاتړ اعلان کړ او د حزب له ټولو غړو یې غوښتنه وکړه،چې د اړتیا په صورت کې نوي حکومت سره همکار ووسي.

حکمتیار وايي، په تیرو پنځه لسیزو کې دا لومړی ځل دی،چې د حکومتي چارو د سمبالښت لپاره ترټولو غوره کابینه انتخابیږي.

حکمتیار وايي، د تېرو حکومتونو د کابینو غړي یا له هېواده بهر او یا هم د نورو په انتخاب ټاکل کیدل،خو دا لومړی حکومتي مشران دي،چې په کور دننه ټاکل شوي دي.

حکمتیار زیاته کړه:« که د دې نوې کابینې ترکیب له مخکینو سره مقایسه کړو،نو دا حکومت له مخکینو له څو پلوو ترجیع لري، د تائید او حمایت وړ دی. مخکیني حکومتونه او کابینې په بهر کې جوړې شوې وې، د جاسوسانو او پردي پالو ځاله وه، کمونیستان او سیکولران ، ملحدین او ستر ستر مفسدین یې د کابینو غړي وو. له اوسنۍ کابینې او حکومت زموږ ملاتړ په حکومت کې پر شاملیدو مشروط نه دی. موږ یې ملاتړي یو او د خیر په کار کې د هرچا ملاتړ کوو.»

حکمتیار وايي،د افغان ولس د پانګې یوه ستره برخه،چې دتیرو شلو کلونو په موده کې د پخواني حکومت چارواکو غلا کړې وه،نړیوال یې ورته په خپلو بانکونو کې ساتي.

غوښتنه دا وه،چې نړیوال دې د افغان ولس دغه غلا شوې پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري.

 حکمتیارله نړۍ سره د اړیکو په برخه کې  طالبانو ته هم ځینې سپارښتنې درلودې او هغه دا چې په کابل کې د هغو هېوادونو سفارتونو د بیا پرانیستې په برخه کې دې، زیات محتاطانه ګام پورته شي،چې دافغانستان په جګړه کې په مستقیم ډول له امریکا سره یوځای ښکیل ول.

حکمتیار زیاتوي:« دافغانستان او افغانانو امکانات،چې خلکو غلا کړي او تاسو یې ورته په بانکونو کې ساتئ دا بیرته افغانستان ته مسترد کړئ. افغانستان مو وران کړی او د دې خساره جبران کړئ. دغسې شرایط باید د بهرنیو سفارتونو د بیا پرانیسې لپاره وضع شي، طالبان باید د هغو هېوادونو د سفارتونو په بیا پرانیسته کې له غور کار واخلي،چې دافغانستان په جګړه کې مستقیم ښکیل ول. یو نیم میلیون افغانان یې وژلي او بارود یې افغانستان ته راوړي دي.»

خو له دې وړاندې د طالبانو له لوري په اعلان شوې کابینه ځینې نیوکې وې،چې ګني د ژمنو پر اساس نه ده تشکیل شوې،خو طالبانو ویلي، کابینه یې ټول شموله او هر ډول تغیرات په کې ممکن دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist