د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن شنبه د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۱ مه» پکتیا کې یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل،د نړیوالو له لوري د حکومت په رسمیت پیژندلو هڅې روانې دي او له یو شمېر هېوادونو مثبت پیغامونه تر لاسه شوي دي.
مجاهد وايي: ګڼو هېوادونو ته د ډپلوماټانو د خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړل شوی،چې افغان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.
مجاهد زیاته کړه:« نړۍ هم لېواله ده او د امارت له لوري هم هڅې روانې دي. ان شاء الله پیغامونه مثبت دي،چې امارت به پر نړیواله کچه منل کېږي. هغه یو ځای مسوولیتونه غواړي، چې سراسري امنیت دی،چې هغه خوندی دی. نړۍ له موږ وېره لري،چې د افغانستان له خاورې نه به نړۍ ته ګواښ جوړېږي او دې برخه کې ډاډ ورکړل شوی دی.»
مجاهد همدا راز وایي، ډاډمن امنیت له کبله هېواد کې تر بل هر وخت پانګونې ته زمینه برابره شوې او د کانونو استخراج به مسوولانه ډول پیل شي.
مجاهد زیاتوي:« ښه فرصت راغلی دی،چې هېواد کې جنګ ختم شو، امنیت راغی. زموږ زیربناوې به انشاءالله د استعمال لاندې غورځي.په مشروع او مسوولانه ډول د ملت د سرمایې په څېر.»
مجاهد پکتیاوالو ته ډاډ ورکړ، چې د مچلغو بند تر څنګ به د ګڼو نورو هغو لویو پروژو چارې بشپړې شي، چې دا مهال یې کارونه پر ټپه ولاړ دي.
مجاهد زیاتوي:« پکتیاوال باید هېله من واوسې. د مچلغو بند په څېر به د ټولو هغو پروژو چارې بشپړېږي،چې اوس یې کارونه پر ټپه ولاړ دي، سړکونه او ودانۍ به ټولې جوړېږي.
څو ورځې وړاندې طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ، چې تر اوسه پورې یې په رسمي ډول کار نه دی پیل کړی او پر کور دننه او بهر له یو شمیر غبرګونونو سره مخامخ دی.