Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: له یو شمېر هېوادونو مو مثبت پیغامونه ترلاسه کړي

admin by admin
2021/09/11

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد  نن شنبه  د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۱ مه» پکتیا کې یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل،د نړیوالو له لوري   د حکومت په رسمیت پیژندلو هڅې روانې دي او له یو شمېر هېوادونو مثبت پیغامونه تر لاسه شوي دي.

مجاهد وايي: ګڼو هېوادونو ته د ډپلوماټانو د خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړل شوی،چې افغان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.

مجاهد زیاته کړه:« نړۍ هم لېواله ده او د امارت له لوري هم هڅې روانې دي. ان شاء الله پیغامونه مثبت دي،چې امارت به پر نړیواله کچه منل کېږي. هغه یو ځای مسوولیتونه غواړي، چې سراسري امنیت دی،چې هغه خوندی دی. نړۍ له موږ وېره لري،چې د افغانستان له خاورې نه به نړۍ ته ګواښ جوړېږي  او دې برخه کې ډاډ ورکړل شوی دی.»

مجاهد همدا راز وایي، ډاډمن امنیت له کبله هېواد کې تر بل هر وخت پانګونې ته زمینه برابره شوې او د کانونو استخراج به مسوولانه ډول پیل شي.

مجاهد زیاتوي:« ښه فرصت راغلی دی،چې هېواد کې جنګ ختم شو، امنیت راغی. زموږ زیربناوې به انشاءالله د استعمال لاندې غورځي.په مشروع او مسوولانه ډول د ملت د سرمایې په څېر.»

مجاهد پکتیاوالو ته ډاډ ورکړ، چې د مچلغو بند تر څنګ به د ګڼو نورو هغو لویو پروژو چارې بشپړې شي، چې دا مهال یې کارونه پر ټپه ولاړ دي.

مجاهد زیاتوي:« پکتیاوال باید هېله من واوسې. د مچلغو بند په څېر به د ټولو هغو پروژو چارې بشپړېږي،چې اوس یې کارونه پر ټپه ولاړ دي، سړکونه او ودانۍ به ټولې جوړېږي.

څو ورځې وړاندې طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ، چې تر اوسه پورې یې په رسمي ډول کار نه دی پیل کړی او پر کور دننه او بهر له یو شمیر غبرګونونو سره مخامخ دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist