د اسلامي امارت اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د حقانی کورنۍ د اسلامي امارت برخه ده او هېڅ جلا نوم او تشکیلات نه لري.
امریکا حقاني شبکه تورنوي، چې کابل او ولایتونو کې یې د امریکایانو پر ضد پېچلي عملیات رهبري کړي، خو امارت وايي، حقاني کورنۍ د امارت برخه ده او د دوحې تړون کې له کومې استثنا پرته ټول مسوولین له امریکا سره د تعامل برخه وه او باید د ملګرو ملتونو او د امریکا له تورو لیستونو ایستل شوي وای، چې اوس هم دا غوښتنه په خپل ځای ده.
په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د امریکا دا دریځ په کلکو ټکو ردوي او دا ډول څرګندونې د تېرو ناکامو تجربو تکرار او د امریکا په زیان دی.
سرچېنې له امریکا غوښتنه کړې، چې هر څه ژر دا ډول ناسم دریځ په ډیپلوماټیک راشه درشه بدل کړي.