Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: تور لست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړون سرغړونه ده 

admin by admin
2021/09/09

د افغانستان اسلامي امارت له ادرسه رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې راغلي، د امریکا دفاع وزارت چارواکو دا خبره، چې ګنې د دوی  په کابینه کې ځینې مشران یا د حقاني کورنۍ د امریکا په تورو لیستونو کې دي او د دوی هدف دي، دا د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي، دا ډول دریځ د افغانستان او امریکا دواړو په ګټه نه دی.

وروسته له هغې، چې طالبانو خپله نوې کابینه اعلان کړه ور سره امریکا د ځینو کسانو د سوابقو په تړاو اندېښنه وښوده.

د اسلامي امارت اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د حقانی کورنۍ د  اسلامي امارت برخه ده او هېڅ جلا نوم او تشکیلات نه لري.

امریکا حقاني شبکه تورنوي، چې کابل او ولایتونو کې یې د امریکایانو پر ضد پېچلي عملیات رهبري کړي، خو امارت وايي، حقاني کورنۍ د  امارت برخه ده او د دوحې تړون کې له کومې استثنا پرته ټول مسوولین له امریکا سره د تعامل برخه وه او باید د ملګرو ملتونو او د امریکا له تورو لیستونو ایستل شوي وای، چې اوس هم دا غوښتنه په خپل ځای ده.

په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د امریکا دا دریځ په کلکو ټکو ردوي او دا ډول څرګندونې د تېرو ناکامو تجربو تکرار او د امریکا په زیان دی.

سرچېنې له امریکا غوښتنه کړې، چې هر څه ژر دا ډول ناسم دریځ په ډیپلوماټیک راشه درشه بدل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist