Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې  د زیتونو حاصلات  زیات شوي

admin by admin
2021/09/09

د  کندهار په دویمه عېنو مېنه کې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د زیتونو  جوړ شوي فارم حاصل  د تېر کال پرتله ډېر شوی دی. 

د افکو کمپنۍ د کرني د برخي مشر انجينر عبدالرازق وایي له یاد فارم نه سږ کال ۳۰ ټنه حاصل ترلاسه شوی، چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیات دی.

عبدالرازق وایې، دا مهال کندهار کې توليد شوي زیتون د پروسيس په موخه جلال آباد ته استول کیږي،خو په خبره یې دوی هڅه کوي،راتلونکې کې د زیتونو د پروسېس کارخونه کندهار کې پرانيزي.

عبدالرازق زیاتوي:« موږ د  اوس  لپاره  دلته د زیتون د پروسس لپاره فابریکه نه لرو، د پېکینګ چارو لپاره یې جلال اباد ته لېږو. په راتلونکي کې موږ پلان لرو،چې د پروسس لپاره یې همدلته کارخونه جوړه کړو. موږ غواړو، راتلونکو کلونو کې د زیتونو ونې زیاتې کړو،تر څو د عایداتو کچه هم ورسره لوړه شي.»

د زېتونو د۵۰  زره لرونکو ونو دغه فارم کلونه وړاندي جوړ شوی،خو د کندهار د کرني رياست مسوولين وایي، اوس د کوکنارو د مخنيوي له بدېلو کښتونو له ډلي شمېرل کیږي.

د یاد ریاست د ترويج مدير محمدالله نوري وایي، د کندهار توليد شوي زیتون د ننګرهار له زیتونو درې درجي لوړ دي.

نوري زیاتوي: « کندهار کې چې کوم زیتون تولید کېږي، د دې مېوه ننګرهار ته وړل کېږي.هلته یې د ځانګړو ماشینونو پر مټ غوړ اېستل کېږي. زموږ له څېړنو ثابته شوې، چې د کندهار زیتون د ننګرهار له زیتونو دوه درجې لوړ کیفیت لري. موږ همدا ډول د کندهار د لویې عیداګاه په جامع جومات کې څلور زره د زیتونو نیالګي ایښي دي.»

زیتون، چې پنځه ډوله لري،کمو اوبو او خوارۍ ته اړتیا لري،زيات حاصلات يې له ننګرهار ولایت څخه ترلاسه کېږي، خو وروستیو کلونو کې د کندهار په ګډون په شمېر نورو ولایتونو کې هم د زیتونو فارمونه جوړ شوي،چې د چارواکو په خبره له پروسيس وروسته کورنیو بازارونو ته وړاندي شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist