Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لښکرطیبه ډله د کونړ ځنګلونه وهي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/19

د کونړ ولسونه او مسوولین وايي لښکر طیبه ډلې د کونړ ځنګلونو وهلو او  قاچاق ته مخه کړې.

د کونړ والي وايي، لښکر طیبه او هغه وسله‌والې ډلې چې پاکستان يې حمایه کوي د کونړ ځنګلونه قطعه او قاچاق کوي.

عبدالستار میرزکوال د ځنګلونو ساتنې په موخه ولسې غونډه کې ویلي، د ځنګلونو ساتنې په موخه شنه امنیتي قطعه رامنځته کوي.

د دې ولایت د زارعت ریاست وايي، تر ۳۵ سلنه پوري ځنګلونه پري شوي او لا هم لرو سیمو کې دا لړۍ دوام لري.

د کونړ قومې مشرانو بیا ویلې د ځنګلونو وهل او قاچاق کې، خپله حکومتې مسولین هم ښکیل دي.

په همدې مراسمو کې د کونړ والي وویل چې، ځنګلونه د لښکر طیبه او نورو هغه ډلو له لوري وهل او قاچاق کېږي چې، پاکستان يې ملاتړ کوي.
قومې مشرانو له شمشاد سره په خبرو کې وویل چې، تر ډیره يې هڅه کړي د قومې تړو له مخې د کونړ ځنګلونه د قاچاقبرو له ارو وساتې.

دوی وايي، په تېر کې د حکومت په اډانه کې یو شمېر چارواکو د کونړ د ځنګلونو په پرې کولو او قاچاق کې لاس درلود، خو وايي لا هم د ځنګل وهلو لړۍ نه ده ولاړه.

والي عبدالستار میرزکوال ډاډ ورکوي چې د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي په موخه یې د ولسي شنې قطعې د جوړولو وړاندیز کړی دی چې تر یوه برید به دغه ستونزه هواره شي.
د کونړ د کرنې رئیس انعام الله ساپی وايي، په هغو سیمو کې لا هم د ځنګلونو وهل دوام لري چې، د حکومت له ولکې ورها خوا دي.

کونړ مېشتي ولسونه بیا د دوی او حکومت له لوري په تازه هوکړه لیک هم ډیر باوري نه دي او وايي، که خپله حکومتي چارواکي بیا هم په یو ډول نه یو ډول په ځنګل وهنه کې لاس ولري نو د پاتې ځنګلونه به هم په شاړې بدل شي.

خبریال
محمدزمان سهیل

سمونه
جان محمد مومند

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist