شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د سرپرست په توګه د اکرام الدین کامل تر منل کېدو وروسته، تازه د سنډې ګارډین هندي رسنۍ راپور وکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت هڅه کوي هند کې د افغانستان د سفارت چارو مسووليت هم ترلاسه کړي.
ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله د يکشنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۱ مه) ليکلي، د دواړو هېوادو د ډېپلوماټیکو اړیکو د لا ښه والي او د سفير په توګه د منل کېدو په موخه، د هند حکومت ته ځيني نومونه سپارل شوي چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د زوی نجیب شاهین نوم هم په کې شامل دی.
د راپور یوه برخه: « د افغانستان حکومت نوي ډهلي کې د خپل ډېپلوماټیک ماموریت لپاره یو شمېر نومونه وړاندیز کړي. په کابل کې د ځینو رسنیو په حواله، په دې نومونو کې په دوحه کې د سیاسي دفتر د ریيس او ملګرو ملتونو کې دایمي استازولۍ څوکۍ ته د نوماند او په دوحه کې د مذاکراتي ټیم پخواني مهم غړي محمد سهېل شاهین زوی نجیب شاهین هم شامل دی.»
ومو غوښتل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو خپل نظر يې له موږ سره شریک نه کړ.
دې ورځپانې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي، اوس د دې وخت دی چې هند له افغانستان سره پیاوړې او نږدې رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې ورغوي.
یادې سرچینې د اړیکو ټینګول په سیمه کې پر افغانستان سربېره د هند لپاره هم ګټور بللي او په وینا یې، دغه هېواد کولی شي په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ پراخېدو مخه ونیسي.
پخوانی ډيپلومات عزیز معارج وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له هند سره اړیکې لرل د افغانستان پر ګټه دي، حتا خپله د هند پر ګټه هم دي؛ ځکه چې هند هم کولی شي د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره ځان وصل کړي. په ټوله کې هند یو بې طرفه او بې غرضه حکومت دی او په افغانستان کې منفي مداخله نه کوي، همدارنګه بلاعوضه مرستې کوي؛ که چېرې له هند سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې شي، نو دا په سیمه او نړۍ اغېز کوي او نور هېوادونه هم هڅول کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید په افغانستان کې د ملي حاکمیت رامنځته کولو هڅه وکړي او په ټولو حکومتي ادارو کې ټولو افغانانو ته ځای ورکړي. دغه کار هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وړ دی.»
شنونکي په دې باور دي چې هېواد ته د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره د هند ځانګړي استازي جې پي سینګـهـ د تېرې میاشتې له راتګ او دلته د افغانستان له چارواکو سره تر لیدنو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هيلې زياتې شوې دي.