Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سنډې ګارډین ورځپاڼه: اسلامي امارت نوي ډهلي کې د سفیر په توګه یو شمېر نومونه د هند حکومت ته وړاندې کړي

سنډې ګارډین ورځپاڼه: اسلامي امارت نوي ډهلي کې د سفیر په توګه یو شمېر نومونه د هند حکومت ته وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د سرپرست په توګه د اکرام الدین کامل تر منل کېدو وروسته، تازه د سنډې ګارډین هندي رسنۍ راپور وکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت هڅه  کوي هند کې د افغانستان د سفارت چارو مسووليت هم ترلاسه کړي.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله د يک‌شنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۱ مه) ليکلي، د دواړو هېوادو د ډېپلوماټیکو اړیکو د لا ښه‌ والي او د سفير په توګه د منل کېدو په موخه، د هند حکومت ته ځيني نومونه سپارل شوي چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د زوی نجیب شاهین نوم هم په کې شامل دی.

د راپور یوه برخه: « د افغانستان حکومت نوي ډهلي کې د خپل ډېپلوماټیک ماموریت لپاره یو شمېر نومونه وړاندیز کړي. په کابل کې د ځینو رسنیو په حواله، په دې نومونو کې په دوحه کې د سیاسي دفتر د ریيس او ملګرو ملتونو کې دایمي استازولۍ څوکۍ ته د نوماند او په دوحه کې د مذاکراتي ټیم پخواني مهم غړي محمد سهېل شاهین زوی نجیب شاهین هم شامل دی.»

ومو غوښتل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو خپل نظر يې له موږ سره شریک نه کړ.

دې ورځپانې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي، اوس د دې وخت دی چې هند له افغانستان سره پیاوړې او نږدې رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې ورغوي.

یادې سرچینې د اړیکو ټینګول په سیمه کې پر افغانستان سربېره د هند لپاره هم ګټور بللي او په وینا یې، دغه هېواد کولی شي په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ پراخېدو مخه ونیسي.

پخوانی ډيپلومات عزیز معارج وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له هند سره اړیکې لرل د افغانستان پر ګټه دي، حتا خپله د هند پر ګټه هم دي؛ ځکه چې هند هم کولی شي د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره ځان وصل کړي. په ټوله کې هند یو بې طرفه او بې غرضه حکومت دی او په افغانستان کې منفي مداخله نه کوي، همدارنګه بلاعوضه مرستې کوي؛ که چېرې له هند سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې شي، نو دا په سیمه او نړۍ اغېز کوي او نور هېوادونه هم هڅول کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید په افغانستان کې د ملي حاکمیت رامنځته کولو هڅه وکړي او په ټولو حکومتي ادارو کې ټولو افغانانو ته ځای ورکړي. دغه کار هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وړ دی.»

شنونکي په دې باور دي چې هېواد ته د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره د هند ځانګړي استازي جې پي سینګـهـ د تېرې میاشتې له راتګ او دلته د افغانستان له چارواکو سره تر لیدنو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هيلې زياتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist