انتوني بلینکن ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغانستان خاوره د نورو خلاف نه کارول او د افغانانو د اساسي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ساتل هغه ژمنې دي، چې طالبانو کړي دي.
بلینکن تېره ورځ یوه خبري کنفرانس ته ویلي، که طالبان په ټولو ژمنو عمل وکړي امریکا به ورسره تعامل ولري او که عمل ونه کړي نو په وینا یې د طالبانو د منزوي کولو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.