Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: قطرهڅه کوي د نوي حکومت لپاره په یوې نوې پروسې کار پیل کړي

admin by admin
2021/08/25

د سیاسي چارو یو شمېر  تحلیل کوونکي وايي، ټاکل شوې ده په دوحه کې د بن په شان یوه ناسته جوړه او ټول سیاسیون او طالب مشران په کې د نوي حکومت اعلان وکړي.

په سیمه ییزه کچه هم د افغانستان په اړه بحثونه روان دي، چې طالبان وهڅول شي د ټولو خواوو څخه یو حکومت جوړ کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي: «له پرون راهیسې د قطر ځانګړی استازی قحطاني په کابل کې دی. له  هغه سره ناستې او خبرې شوي دي، ترڅود  نوي حکومت جوړولو لپاره په یوې نوې پروسې کار وشي، چې په هغه پروسه کې قطر غواړي رول ولوبوي.

په قطر کې یوه ستره د بن په شان ناسته وشي، چې هغه کې ټول سیاسیون طالبانو سره کېني او د نوی حکومت د رامنځ ته کېدو لپاره په کې اعلان وشي، په دې مسایلو بحثونه روان دي، چې د اګسټ ترپایه به صورت ونسي او  د سپټمبر اوله اونۍ کې به د نوي حکومت د رامنځ ته کېدو لپاره عملي ګامونه پورته شي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي کابل کې د طالبانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر سره د افغانستان په سیاسي وضیعت خبرې کړي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په یوه داسې حکومت ټینګار شوی دی چې نړیوال مشروعیت ولري.

عبدالله زیاته کړې: «دواړو خواوو د سیاسي پروسې په بریالیتوب ټینګار وکړ چې په پایله کې داسې دولت رامنځ ته شي چې وتوانیږي، ملي او نړیوال مشروعیت خپل کړي او د افغانانو غوښتنې او ارادې منعکس کړي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، قطر غواړي د طالبانو او سیاسیونو باور ترلاسه کړي او په نوي جوړېدونکي حکومت کې رول او نفوذ ولري.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحې قانت وايي: «دغه ناستې او سفر د  دوو هدفونو لپاره دي. یو هدف دا ده چې قطر د سولې په پروسه کې له لومړي سره د منځګړي رول درلود، کله چې د امریکا او طالبانو توافق وشو، وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې هم ښکیل و. اوس بې اعتمادي شته کېدای شي د دې لپاره وي. دویم قطر کې طالبانو لپاره د دفتر پرانېستل وو، چې ۲۰۱۴ کال یې طالبانو سره ښې اړیکې جوړې کړي د دې لپاره چې لاقوي شي، قطر غواړي نوی حکومت په اعتماد کې واخلي. راتلونکې کې د افغانستان په حکومت کې ځای ولري. سیاسي نفوذ لپاره قطرهڅه کوي ټولو لورو سره کېني او د هغوی اعتماد ترلاسه کړي.»

ایران، پاکستان، روسې او چین هم ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د حکومت له جوړېدو سره مرسته وکړي.

پرون داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د سی.آی.ای یو مشر کابل کې له ملا برادر سره لېدلي، خو طالبان ویلي، د  اوس لپاره په دې اړه څه نه شي ویلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist