Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل اوسېدونکي: د خوراکي توکو بیې لوړې شوي  

admin by admin
2021/08/25

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي،وروستيو بدلونو سره د وړو غوړيو او نورو خوراکي توکو بيې يو دم پورته شوي او په خبره یې د اخېستلو توان یې نه لري.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« د افغانستان شااوخوا ۸۵ سلنه  نفوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. لکه څنګه،چې تېر حکومت له اقتصادي بحران سره مخ وه،اسلامي امارت هم مخ دی. موږ د اسلامي امارت له چارواکو څخه غوښتنه کوو،چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.» 

 ښاریان وايي د پلازمېنې وضعيت مخ په عادي کېدو دی، خو لوړ نرخونه پر خپل ځای پاتې او آن اوس هم د ځینو توکو بيې لوړېږي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:«اسلامي امارت ویلي،چې د توکو نرخونه به مهار کړي. خو تر اوسه پورې هټیوال توکي پر لوړه بیه پلوري.د اسلامي امارت له چارواکو مو غوښتنه دا ده،چې بیې کنټرول کړي.» 

د بيو د لوړوالي له کبله سوداګرو او عمده پلورونکو ته ګوته نيول کېږي،چې احتکار یې کړی خو دوی بیا وايې، له بهره توکي په ډالرو اخلي او افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ارزښت کم  کړی دی.

یو تن سوداګر وايي:« پر ډالرو مال راځي او په ډالرو پلورل کېږي. اوس په افغانانو بازار نه شته،چې خلک یې پر افغانیو خرڅ کړي. وړاندې،چې غوړي په ۱۵ سوه افغانۍ ول، اوس یې بیه  ۲ زره افغانیو ته پورته شوې.» 

طالبانو د نورو چارو سربېره د نرخونو د کنترول خبره کړې،خو تر اوسه پورې یې  په بازار کې په دې تړاو کوم ښکاره فعاليت نه دی ليدل شوی،چې ورسره د توکو نرخونه راښکته شي.

بېوزلي او هغه کسان،چې دولتي دندې یې لرلې،په وروستيو بدلونونو کې يې معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي،چې د لومړنيو توکو په اخېستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist