Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد:افغانستان کې جګړه پایته رسیدلې

admin by admin
2021/08/19

پرکابل د طالبانو له ولکې درې ورځې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره درسنیو پر وړاندې راښکاره شوه او د امارت د اوسنۍ پالیسۍ او د روان وضیعت په تړاو یې مالومات شریک کړل.

مجاهد وايي، ټولو ته یې عمومي عفوه کړې،چا سره دښمني نه پالي او هیڅ څوک له ګواښ سره مخ نه دي کولای شي چې په ارامه توګه ژوند وکړي .

مجاهد زیاته کړه:« ټولو هغو کسانو ته،چې په مقابل لوري کې ولاړ ول، عفوه شوې ده. زموږ  له خوا ټول عفوه شوي دي. دغه عفوه خاص د دې لپاره وه،چې نه غواړو، نوره جګړه تکرار شي، جګړه دوام وکړي او د جګړې عوامل  پاتې شي.اسلامي امارت له هېچا سره دوښمني نه لري. سر نننه له ټولو اړخونو سره دوښمني پایته رسېدلې ده. موږ نه غواړو،چې په دوښمني کې ژوند وکړو. » 

مجاهد وايي،هغه سیاسي څېرې،چې په خپلو ولسونو کې ځای لري او اوس له بهر تللي هېڅ ستونزه ورته نه شته او کولای شي،چې بېرته هېواد ته راستانه او ارام ژوند وکړي .

 هغه وايي:« موږ نه غواړو، د هغوی یو هم له هېواده بهر واوسي. دا یې هېواد دی. افغانستان زموږ ټولو ګډ  کور دی. ګډ ارزښتونه لرو. اړېکې  ورسره لرو او هڅه مو دا ده،چې ټول افغانان سره راټول شي. موږ نه غواړو،چې د افغانستان هېڅ یو رهبر،هغه کسان،چې د افغانستان خلکو  ته د خدمت اراده لري او یا په ولسونو کې ځای لري، له پامه وغورځول شي.»

 مجاهد هغو اندیښنو ته په ځواب کې چې ګني پوځي تجهیزات او وسلې له هېواده بهر وړل کېږي وویل‎،د هېواد ټول سرحدونه او کرښې یې په واک کې دي او چاته اجازه نه ورکوي،چې وسلې او تجیهزات بهر وباسي.

 مجاهد زیاتوي:« موږ  اوس د وسلو د قاچاق موضوع نه تائید کوو. موږ ټول سرحدات په لاس کې لرو، ډېر جدي کنټرول شتون لري. موږ خپل ولس  ته ډاډ ورکوو،چې هېڅوک یو میل وسله هم بهر نه شي اېستلی.»

د مجاهد په خبره سیاسي مشران یې په داسې اسلامي او ټول شموله حکومت کار کوي،چې د داخلي اړخونو ترمنځ نړۍ ته هم د منلو وي او ترچتر لاندې یې ټول افغانان ارام ژوند وکړي.

مجاهد وايي، د ملي بیرق په تړاو به د سیاسي جوړجاړي له لارې تصمیم ونیول شي او هغه تصمیم به ټولو ته دمنلو وي. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نړۍ، سیمې او ګاونډیو ته ډاډ ورکوي،چې د افغانستان خاوره به یې په ضرر ونه کارول شي او اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې او دیپلوماټیکې اړیکې غواړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist